د عربستان په پوله کښې دوه یمنیان وژل شوي دي
Mar 31, 2023 03:58 Asia/Kabul
د یمن په سرحدي سیمو باندې د تیري ګر سعودي ائتلاف په بریدونو کښې دوه یمني ښاریز وژل شوي دی.
د یمن په سرحدي سیمو باندې د تیري ګر سعودي ائتلاف په بریدونو کښې دوه یمني ښاریز وژل شوي دی.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، پرون د شدا په سرحدي سیمې باندې د سعودي پوځ د توپخانې په حملو کښې دوه یمني ښاریز وژل شوي دي.
د یمن د ملي نجات حکومت د بشري حقوقو وزیر علي الدیلمي په دې وروستیو کښې ویلي دي چې په سرحدي سیمو کښې د سعودیانو جنایتونه هره ورځ او د نړیوالې ټولنې د چپتیا په سیوري کښې ترسره کیږي.
هغه زیاته کړې ده: نړیوال سازمانونه په ګډه پوله کښې د سعودیانو د دغو جنایتونو د مخنیوي لپاره هیڅ اقدام نه ترسره کوي.
ټیګونه