اسرائیلي رژیم له ۱۲ زره زیات فلسطیني کورونه وران کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i130428-اسرائیلي_رژیم_له_۱۲_زره_زیات_فلسطیني_کورونه_وران_کړي
د فلسطین یو څېړنیز مرکز د ځمکې د ورځې په مناسبت په یو راپور کې اعلان وکړ چي د اسرائیل جنایتکار رژیم له ۱۲ زره زیات فلسطیني کورونه هوار کړي دي.
(last modified 2023-03-31T06:11:21+00:00 )
Mar 31, 2023 10:37 Asia/Kabul
  • اسرائیلي رژیم له ۱۲ زره زیات فلسطیني کورونه وران کړي

د فلسطین یو څېړنیز مرکز د ځمکې د ورځې په مناسبت په یو راپور کې اعلان وکړ چي د اسرائیل جنایتکار رژیم له ۱۲ زره زیات فلسطیني کورونه هوار کړي دي.

فلسطینیان هر کال د مارچ د میاشتې دیرشمه د ځمکې د ورځې درنښت کوي، په ۱۹۷۶ میلادي کال کې په داسي یوه ورځ کې صهیونیستانو د امریکې او انګلیس په ملاتړ په لسګونه زره جریبه ځمکې له فلسطینیانو په زوره واخیستې او په زرګونه فلسطینیان یې په شهادت ورساوه.

د فلسطین د سیمو او د ځمکې څېړنیز مرکز په یاد راپور کې ویلي شوې له ۱۲ زره کورونو له ورانېدو سره سره، د اسرائیل د رژیم ځواکونو ۲۱۴ ځلې یې د العراقیب کلۍ وران کړی دی.

د اسرائیل د رژیم غلیمانه اقدامات یوازې د بې ګناه فلسطنیانو په وژلو او د هغوی د کورونو په ورانولو محدود نه دي بلکې د یاد څېړنیز مرکز له راپور سره سم، د اسرائیل رژیم د فلسطینیانو پورې اړوند له دوو میلیونو زیات د زیتون درختې هم له مینځه وړي دي.

په وروستیو ورځو کې هم د اسرائیل د رژیم وحشي ځواکونو په قدس شریف کې په مختلفو پلمو سره، په فلسطیني میشتو سیمو بریدونه کوي، کورونه یې هواروي او هڅه کوي چي له قدس څخه ټول مسلمانان وباسي او په ځای یې یهودیان میشت کړي.