د قدس دنړیوالې ورځې په لاریون کې دې خلک پراخ ګډون وکړي
غزې تړانګې له تیرو شپو ورځو راهسې یو ځل بیا د وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم د بې آمانه هوائي او توپونو له حملو سره مخ ده او په مقابل کې ، دمقاومت ځواکونو هم دغزې تړانې په شاوخوا کې پر صهیونیسټ میشته ښارګوټو دتوغندیو ناتار جوړ کړی دی او له صهیونیسټي جنګي الوتکو سره ئې هم مقابله کړې ده .
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... د الاقصی جومات او بیت المقدس په دفاع کې د فلسطین او د سیمې د خلکو دډغرې مقابلې د یوې برخې په توګه دې د قدس په نړیوالې ورځې په میلیوني لاریون کې پراخ ګډون غوښتنه وکړه.
فارس خبری آژانس راپور ورکړ، د لبنان د حزب ا... ولسی مبارز غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... بیګا په خپلې یوې وینا کې ووئيل، د بیت المقدس ،لویدیځي غاړې او سورئې پيښې پخپلو کې سره ارتباط لري او د یوې موضوع چورلیز دي.
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ مشر په دوام کې ووئيل، راتلونکي اونۍ او د قدس دنړیوالې ورځې په مناسبت به د غزې تړانګې او د لبنان په جنوب کې دروستیو پيښو په باب خبرې وکړي.
غزې تړانګې له تیرو شپو ورځو راهسې یو ځل بیا د وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم د بې آمانه هوائي او توپونو له حملو سره مخ ده او په مقابل کې ، دمقاومت ځواکونو هم دغزې تړانې په شاوخوا کې پر صهیونیسټ میشته ښارګوټو دتوغندیو ناتار جوړ کړی دی او له صهیونیسټي جنګي الوتکو سره ئې هم مقابله کړې ده .
له دې سره په یووخت د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ مرستیال شیخ نعیم قاسم هم پخپل یوه ټولنیز پیغام کې ټينګار کړی دی ، اوس دمقاومتي چورلیز درستې برخې بیداري دي او پر وحشي صهیونیسټي دښمن بریالیتوب به ډير زر محقق شي او دنورورو په ګواښلو کې به د صهیونیسټي مشرانو بدماشۍ او تشې دړکې هیڅ نتیجه ورنکړي او نور ئې وخت تیر شوی دی.