نیواکګرو ته په ځواب ورکولو کې ځنډ نه کوو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i132602-نیواکګرو_ته_په_ځواب_ورکولو_کې_ځنډ_نه_کوو
د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ پر غزې تړانګې د صهیونیستي رژیم د بریدونو په غبرګون کې اعلان وکړ، چې د مقاومت ډلې به د نیواکګرو په ځواب کې ځنډ ونه کړي.
(last modified 2023-05-09T04:22:29+00:00 )
May 09, 2023 08:49 Asia/Kabul
  • نیواکګرو ته په ځواب ورکولو کې ځنډ نه کوو

د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ پر غزې تړانګې د صهیونیستي رژیم د بریدونو په غبرګون کې اعلان وکړ، چې د مقاومت ډلې به د نیواکګرو په ځواب کې ځنډ ونه کړي.

د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ په یوې بیانیې کې صهیونیستي دښمن ددغه ناوړه ترهګریزې وژنې مسئول وباله او زیاته یې کړه، دښمن به په دغه جنایت سره خپلو موخو ته ونه رسېږي. ځکه چې مقاومت یوموټی او درېځ یې ثابت دی.

د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ ټینګار وکړ چې ، سرایا القدس به د مقاومت له نورو ډلو سره یوځاې، د دغو شهیدانو د پاکو وینو په غچ اخیستو کې به هېڅکله په شا نه شي.

د اسلامي جهاد غورځنګ په بیانیه کې راغلي دي: د اسلامي جهاد غورځنګ په خپل خوځښت کې د دښمن په مقابل کې لا زیات هوډ لري چې د فلسطین د مقاومت په لاره کې خپلې سپېڅلې دندې ته دوام ورکړي او د تل په څېر د قدس د کنډکونو او د هغه د کسانو او سرتېرو تر شا ولاړ وي.

د اسلامي جهاد غورځنګ ویندوی طارق اسلامي همدارنګه وویل چې، صهیونیستي دښمن به د دغه جنایت بیه  ورکړي او موږ به د دغه جنایت په ځواب کې خپله دنده ترسره کړو .