د ترکیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو او د ټول ټاکنو د کاندیدانو متقابل تورونه:-
(last modified Sun, 14 May 2023 09:39:12 GMT )
May 14, 2023 14:09 Asia/Kabul
  • د ترکیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو او د ټول ټاکنو د کاندیدانو متقابل تورونه:-

د ترکیې د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاو او د پارلمان د اتم پړاو انتخابات نن په ټول هیواد کښې پیل شوي دي او دوو اصلي کاندیدانو رجب طیب اردوغان او کمال قلیچدار اوغلو یوبل په پردیو هیوادونو باندې په اړوندوالي او د انتخاباتو په نتیجو کښې د درغلۍ لپاره په هڅې تورن کړي دي.

د ترکیې د برخلیک ټاکونکو او په یووخت د دوو انتخاباتو د ترسره کولو بهیر د ترکیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د پلویانو ترمینځ د نښتو د رامینځته کیدا د احتمال ښودنه کوي.

د کاندیدانو د انتخاباتو په تبلیغاتو باندې غور کول ښودنه کوي په تیرو څو ورځو کښې د ترکیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدانو یوبل له حکومتي امکاناتو په ناوړه استفادې ، په پردیو هیوادونو باندې په اړوندوالي او د رایو په نتیجو کښې د درغلۍ لپاره په هڅې تورن کړي وو.

د «مملکت» ګوند د بنسټګر او د خلق جمهوري ګوند د پخواني غړي «محرم اینجه» په څنګ ته کیدا سره چې په روانو انتخاباتو کښې یې د خپلواکه کاندید په توګه ګډون کړی و  د ترکیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو شمیر دریو کسانو ته راکم شوی دی.

د نظر سنجیو پراساس محرم اینجه د ترکیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو څلور فیصده رایې په واک کښې لرلې خو د ایشوا کونکو ویډیوګانو په دلیل د هغه په څنګ ته کیدا سره چې هغه یې ناروغه کړ او روغتون ته لاړ داسې ښکاري د شپږګوڼه «ملت»  ائتلاف کاندید له ښه حالت څخه برخور شوی دی.

د رجب طیب اردوغان حکومت د محرم اینجه څنګ ته کیدا ته په غبرګون کښې نوی چلول جوړ کړی دی چې شاید وکولای شي د کمال قلیچدار اوغلو رایې کمې کړي.

په دې زمینه کښې د ترکیې د انتخاباتو د لوړې شورا مشر «احمد ینر» هم ویلي دي د «محرم اینجه» رایې چې درې ورځې  مخکې په انتخاباتي سیالیو کښې له ګډون څخه څنګ ته شو د رایو د شمیرلو په ورځ شمیرل کیږي او دغه رایې به معتبرې وي.

د ترکیې د انتخاباتو د لوړې شورا د مشر دغه څرګندونې د کمال قلیچدار اوغلو د مخالفانو او د ملاتړو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

د رجب طیب اردوغان د حکومت مخالفانو د حکومت دغه اقدام په دغو انتخاباتو کښې د اردوغان د بریالیتوب په هدف سره بله هڅه بللي ده.

دغه نه اټکل وړ حالت ته په غبرګون کښې د رجب طیب اردوغان د حکومت چارواکو په تیره بیا خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو او د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د ترکیې د انتخاباتو په بهیر کښې په لاسوهنې باندې د امریکا په تورنولو سره دغه بهیر نا عادلانه  ګڼلی دی.

سلیمان سویلو د روانې مي میاشتې په دریمه نیټه امریکا د دوه زره شپاړسم میلادي کال د جولاۍ د میاشتې په پینځلسمه نیټه د ناکامه کودتا مسووله معرفي کړه او ویې ویل د امریکا د حکومت په مشرۍ د لویدیځو هیوادونو رسنۍ د ترکیې د انتخاباتو په هکله له دروغو د ډکو خبرونو په خپرولو سره نیت لري په دوه زره شپاړسم میلادي کال کښې خپل کار چې نیمايي پاتی شوی و بشپړه کړي.

د رجب طیب اردوغان د حکومت دغه لوړ رتبه چارواکي په عین حال کښې نن د ولسمشرۍ د انتخاباتو په څلورو کاندیدانو کښې د یوه کاندید محرم اینجه د څنګ ته کیدا په ارتباط د امریکا د حکومت پرضد ورته تورونه لګولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د خپل هیواد په انتخاباتو کښې د لاسوهنې په هکله امریکا ته خبرداری ورکړ او ویې په  کامل ډول معلومه ده چې د مملکت ګوند په مشر او د ولسمشرۍ د انتخاباتو په کاندید محرم اینجه نیوکه له کوم ځاې سرچینه اخلي او ولسمشر جوبایډن په ترکیې کښې خپل نفوذیان فعال کړي دي.

ښکاره خبره ده چې د ترکیې د انتخاباتو په بهیر کښې د بهرنیو لاسوهنو په اړه د تورونو لګول به د ترکیې خلک له مخکې څخه زیات داغي کړي او د فیزیکي جنګونو لپاره به د کاندیدانو ملاتړو ته  پلمه په لاس ورکړي.

له همدا اوس څخه اټکل شته چې د ترکیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړیو نتیجو په اعلانیدا سره به  په استانبول او انکارا کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د ملاتړو فیزیکي نښتې پیل شي.

په همدې لړ کښې د  ترکیې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ولسمشر رجب طیب اردوغان اصلي سیال کمال قلیچدار اوغلو په تیرې پنجشنبې ورځ په ټویټر انیټرنیټ پاڼې باندې په روسیي ژبه د یوه پیغام په خپرولو سره په روسیې غږ وکړ چې د ترکیې د ولسمشرۍ او د پارلمان په انتخاباتو کښې لاسوهنه ونکړي.

د ملت په نوم د ائتلاف د کاندید دغه دریځ ته په غبرګون کښې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په دې خبرې باندې ټینګار سره چې هیواد یې له مخکې څخه زیات ثبات ته ضرورت لري په ترکیې کښې انتخابات شفاف وبلل او ویې ویل د هیواد د انځور له نظره په ډیموکراټیکه او شفافه روده د انتخاباتو د ترسره کولو په هکله ډاډ ګټور کار دی.

هغه وویل  د ترکیې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د مخالف ګوند د کاندید قلیچدار اوغلو بیانیې چې ویلي یې دي روسیه په انتخاباتو کښې لاسوهنه کوي د هیواد په اړه غیر منصفانه دي.

د ترکیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو په څنګ کښې څلرویشت سیاسي ګوندونه او یوسل یوپنځوس خپلواکه کاندیدان هم د پارلمان د شپږ سوه څوکیو د ترلاسه کولو لپاره سیالۍ کوي.

 

ټیګونه