اسرائیل نور د سیمه یز جنګ لپاره چمتووالی او توان نه لري
د صهیونیسټي رژيم د پوځ پخواني جنرال اسحاق بریک اعتراف وکړ،دغه رژیم د نیواکي فلسطین په شمالي او جنوبی جبهو کې یوه سیمه ایز جنګ ته د واریدیدا په تیره بیا د لبنان له حزب ا... غورځنګ سره د احتمالي ډغرې توانمني نه لري.
د صهیونیسټ رژيم دپوځ پخواني جنرال اعتراف وکړ،د اسرائیلو پوځ یوه هغه سیمه ایز جنګ ته د واردیدیدا چمتووالی او توان نه لري،چې ممکنه ده د نیواکي ټاټوبو په لور په زرګونو توغندي وویشتل شي.
سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړ، د صهیونیسټي رژيم د پوځ پخواني جنرال اسحاق بریک اعتراف وکړ،دغه رژیم د نیواکي فلسطین په شمالي او جنوبی جبهو کې یوه سیمه ایز جنګ ته د واریدیدا په تیره بیا د لبنان له حزب ا... غورځنګ سره د احتمالي ډغرې توانمني نه لري.
اسحاق بریک د صهیونیسټي رژيم د پوځ د لوي درستیز هرتسي هالیوي دوه ورځې مخکې خبرې،ددغه رژيم د پوځ د داخلی شخړو د رابرسیره کیدا ښودونکي وبللې چې دلبنان د حزب ا... غورځنګ د عمومی منشي سید حسن نصر ا... د اقداماتو په باب د صهیونیستي رژيم د پوځ ویره اووحشت ثابتوي، داسې اقدامات چې صهیونیسټان ورڅخه بې خبره دي.
د صهیونیسټ رژیم دغه پخواني جنرال ومنله چې باید په راتلونکي جنګ کې دشتون لپاره باید څه دپاسه یو لک زیرمه پوځیان د خدمت لپاره تیار شي.
سید حسن نصر ا... د تیرې پنجشنبې په شپه د مقاومت د اختر د کلیزې په مناسبت اسرائیلی پوځیانو ته په خبرداري ورکولو سره وئیلي وو،محاسباتي تیروتنه دې ونه کړي،اوپوهه دې شی،چې له دوي هیڅ ویره نشته ،دا چې صهیونیستي رژیم ګمان وکړي،په ستر جنګ کې به یوازې له فلسطنییانو سره یا لبنانیانو سره ښکیل شي، تیرووځي.
تیریګر صهیونیسټي رژيم د ۲۰۰۰کال د مئ په ۲۵نیټه د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګه سخته ماته وخوړه ،یوه داسې ماته چې ددغه رژيم د باؤر او حیثیت پر له مینځه تلو سربیره ، له لبنان ه د بې شرمه او سپک شاتګ سبب هم شوه.