الوفاق ټولنې د عربستان له خوا د دوو بحریني ځوانانو اعدام ته غبرګون ښودلی
د بحرین الوفاق نومې ټولنې د سعودي عربستان له خوا د دوو بحریني ځوانانو اعدام یوه «غلطي» او د ډیرو ساده قانوني معیارونو له خیال ساتنې پرته یو سیاسي اعدام بللی دی.
د عربستان د کورنیو چارو وزارت پرون په دغه هیواد کښې د ناامنۍ جوړولو د کوشش په تور، په الشرقیه سیمه کښې دوو بحریني ښاریزو ته د مرګ د سزا ورکولو خبر ورکړی و.
د مهر خبري آژانس په لیکنه، د بحرین جمعیتِ الوفاق د یو ټویټ په خپرولو سره د خپل هیواد د دغو دوو ځوانانو اعدام ته غبرګون څرګند کړ او ویې لیکل: بحرین د «صادق ثامر» او «جعفر سلطان» د اعدام په خبر ویرجن شو، دا کار د شخړې او کشالې د زیاتولو په لړ کښې یو خطرناک ګام دی.
دغې ټولنې د خپل هیواد د آلِ خلیفه حکومت د عربستان د دغه اقدام مسئوله وباله او د بحرین خلک یې درې ورځې عمومي ویر ته وبلل.