د آل خلیفه له خوا د بحریني ځوانانو نیونې زیاتې شوې دي
Jun 15, 2023 15:38 Asia/Kabul
په سیاسي وجوهاتو د بحرین په مختلفو سیمو کښې د دغه هیواد د ځوانو سړیو او ښځو خپلسرې نیونې دوام لري.
په سیاسي وجوهاتو د بحرین په مختلفو سیمو کښې د دغه هیواد د ځوانو سړیو او ښځو خپلسرې نیونې دوام لري.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، په بحرین کښې د شخړو د څارنې او تعقیبونې شبکې وویل چې آل خلیفه رژيم له ابو قوه ښارګي څخه د حسین ایوب په نامه یو بحریني ځوان ونیوه.
له دې مخکښې په کرزکان سیمې باندې د آل خلیفه د امنیتي ځواکونو په برید کښې د یوسف غالب په نامه یو کس نیول شوی و.
د ویلو ده چې د روانې جون میاشتې په وړومبۍ نیمايي کښې د بحریني ځوانانو د خپلسرو نیونو شمیر ۵ تنو ته رسیدلی دی.