دبحرین په پلازمینه کې د حسیني ویرجنو په دستوروکې مړ دې وی اسراییل شعارونه
(last modified Sat, 29 Jul 2023 10:38:00 GMT )
Jul 29, 2023 15:08 Asia/Kabul
  • دبحرین په پلازمینه کې د حسیني ویرجنو په دستوروکې مړ دې وی اسراییل شعارونه

که څه هم د ال خلیفه حکومت د تیرو کلونو په شان په بحرین کی د محرم میاشتې د ویر د دستورود ترسره کولو لپاره زیات محدودیتونه رامینځته کړل خو د دغه هیواد شیعیانو د دغو دستوروپه ترسره کولو په ټینګار سره د حسینی عاشورا پاڅون ولمانځه

 

د بحرین خلکو د حضرت ابا عبدا... الحسین علیه السلام د عزادارۍ په دستوروکې مړ دې وی اسراییل او هیهات منا الذله په شعارونو سره له صیهونیسټ  رژیم سره د دغه هیواد د اړیکو له عادی کولو خپله کرکه اعلان کړه .

که څه هم د ال خلیفه حکومت د تیرو کلونو په شان په بحرین کی د محرم میاشتې د ویر د دستورود ترسره کولو لپاره زیات محدودیتونه رامینځته کړل خو د دغه هیواد شیعیانو د دغو دستوروپه ترسره کولو په ټینګار سره د حسینی عاشورا پاڅون ولمانځه . د بحرین د شیعیانو د سږکال د ویر د دستورو سیاسي علت د قدس له نیواکګر رژیم سره د اړیکو د عادی کولو لپاره د مخالفت دوام وو . د بحرین حکومت د ۲۰۲۰ کال په ستمبر میاشت کې له اماراتو سره یوځای په امریکا کې له صیهونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادی کولو موافقه لاسلیک کړه .

د بحرین خلک له صیهونیسټ رژیم سره د اړیکو عادی کول د ال خیلفه رژیم له لوری ذلت منل بولي . له دې امله یې د سږحکال د حسیني عاشورا په دستورو کې د هیات من الذله شعار ورکړ .پر دې سربیره د بحرین خلک چی تل د فلسطین ملاتړي وو ، مړ دې وی اسراییل په شعار سره د دغه رژیم د جنایتونو د غندلو په ترڅ کې له فلسطین خپل ملاتړ اعلان کړ .

د بحرین خلکو په تیرو دریو کلونو کې له صیهونیسټ رژیم سره د هر ډول اړیکو له عادی کولو سره خپل مخالفت او کرکه اعلان کړی ده . که څه هم د بحرین دولت له داخلي مخالفتونو ته پامه پرته د اړیکو د عادی کولو بهیر پرمخ وړې دې خو داسی ښکاری د بحرین او صیهونیسټ رژیم د اړیکو عادی کول هماغه ډول چی لورو تمه درلوده ، پرمخ نه ځي . د نیواکی ټاټوبی داخلی ماتیدونکی وضعیت چی حتی د داخلي جنګ د ترسره کیدا خطر په اړه جدي خبرداري ورکړل شوی او همداراز د فلسطینانو پرضد د دغه رژیم د جنایتونو دوام هغه دوه مهم عوامل دي چی د اړیکو د عادی کول, بهیر یې له ځنډ او حتی ګډوډی سره مخامخ کړی دی .

په همدې لړ کې د صیهونیسټ رژیم د رسندویو د اعلان په اساس منامه ته د صیهونیسټ رژیم د خارجه وزیر الی کوهن سفر چی ټاکل شوی وه ، راتلونکی اونۍ ترسره شی ، ځنډیدلی دی . بحرینیانو په منامه کې د باچا نیشتوالې د دغې موضوع دلیل اعلان کړ چی صیهونیسټی رسندوی هم هغه یوازې یوه پلمه بولی . د یدیعوت احارونوت ورځپاڼي په شان صیهونیسټی رسندویو ولیکل بحرین د اسراییلو د خارجه وزیر کوهن سفر چی مقرره وه راتلونکی اوني ترسره شی ، د ځنډولو خبر ورکړی دی .

په رسمی توګه بحرینیانو دغه ځنډ په دې ډول توجیهه کړ چی باچابه  راتونلکی اونۍ په دغه هیواد کی نه وی او نشی کولې شی چی وزیر سره کتنه ولرلې شی . دغې صیهونیسټی ورځپاڼۍ په دوام کی ولیکل له دې سره سره د سفر د ځنډیدا اصلی دلیل د الاقصی جومات انګړ او کوه معبد ته د صیهونیسټ رژیم د ملی امنیت د وزیر ایتمار بن ګویر وردتګ دی چی د عربی نړۍ د سختې غندنې سبب شوی وو .

د صیهونیسټ رژیم د ملی امنیت وزیر ایتمار بن ګویر تیره اونۍ له سلګونو صیهونیسټ  ښارګي میشتو سره یوځای په الاقصی جومات حمله وکړه . د بحرین په شمول  مختلفو عربي هیوادونو د صیهونیسټی وزیر په دغه اقدام اعتراض او هغه یې وغنده .

که بحرین ته د اسراییلو د خارجه وزیر د سفر ځنډیداالاقصی جومات باندې د بن ګویر د حملې د غندلو په دلیل وی ، نو د صیهونیسټانو د جنایت په غندلو کې د عربي هیوادونو پریکنده ځواب دی چی د بحرني ویرجنو مړ دې وی اسراییل شعار سره یو ځای شوی دی .

 

 

 

 

ټیګونه