عربستان باید د سولې په لاره کې د باور جوړونې ګامونه پورته کړي
د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي او بهرنیو اړیکو د څانګې مشر د یمن د نهه کلنې شخړې د ختمولو په لاره کې د نړیوالې ټولنې له لوري د خنډ اچولو په تورونو سره له عربستان څخه وغوښتل چې سولې ته د رسېدو په لاره کې د اعتماد جوړونې اقدامات وکړي.
د سپوتنیک د خبر له مخې؛ د یمن د موقت حکومت د بهرنیو چارو مرستیال حسین العزي په خپل اکاونټ کې لیکلي دي: صنعا او ریاض باید د سولې د ترلاسه کولو په لور حرکت ته دوام ورکړي او عملا د اعتماد جوړونې په ګامونو کې ګډون وکړي او د هغو اړخونو خبرې چې د سولې د پرمختګ مخه نیسي او په ځانګړې توګه نړیواله ټولنه باید پام ونه کړي.
العزي زیاته کړه: نړیواله ټولنه باید په یمن کې د جنګ د ختمولو او سولې ته د رسېدو لپاره د صنعا او ریاض د ګډې او پرېکنده ارادې سره سم خپل سیاستونه اصلاح کړي.