پاکستان ته د پخواني لومړي وزیر نوازشریف له ستنیدا وروسته د دغه هیواد بدلونونه:-
(last modified Sun, 22 Oct 2023 11:01:38 GMT )
Oct 22, 2023 15:31 Asia/Kabul
  • پاکستان ته د پخواني لومړي وزیر نوازشریف له ستنیدا وروسته د دغه هیواد بدلونونه:-

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د مسلم لیګ ګوند د نوازشریف څانګې مشر محمد نوازشریف خپل هیواد ته ورستون شو.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف څلور کاله مخکې د مالي فساد په دوسیو کښې د محکومیت په دلیل زنداني شوی و او  د ناروغۍ او په خارج کښې د درملنې په خاطر په ضمانت ورکولو سره لندن ته لاړ و  او ځینې کسان دغه کار د نوازشریف د خودساخته جلاوطنۍ په توګه نوموي.

ویل کیږي د نوازشریف د کورنۍ اصلي کور لندن دی او دوې په هره پلمه د انګلستان پلازمینې لندن ته سفرونه کوي.

البته د پاکستان د باندې د نوازشریف شتون او د حالاتو په دقیق ډول له جاجونې وروسته هیواد ته د هغه ورستنیدل د نوازشریف یو ډول چلول  دی د پرویزمشرف د ولسمشرۍ په وخت کښې چې د نوازشریف پرضد له کودتا وروسته واک ته ورسید.

نوازشریف اته کاله په سعودي عربستان کښې  د جلاوطنۍ ژوند وکړ او ګوندونو ته د واک د ورسپارلو لپاره په پرویز مشرف باندې د خارجي دباونو له اعمالیدا وروسته محمد نوازشریف پاکستان ته ورستون شو.

د پاکستان د مسائیلو کارپيژاند باس خټک په دې هکله وايي: پاکستان ته د نوازشریف بیرته ورستنیدل بې شکه د دغه هیواد په راتلونکو بدلونونو باندې مهم اغیز لري.

نوازشریف د محکمې په رایې سره له واک څخه لیرې کړی شو او همدا اوس د محکمې په رایې سره پاکستان ته ورستون شو.

په دې مینځ ومان کښې له بل هر شي څخه زیات د پاکستان د پوځ رول اغیز شیندونکی دی او داسې نه ښکاري محکمې د پاکستان د پوځ ملاحظاتو ته له پام کولو پرته نوازشریف ته د ورستنیدا اجازه ورکړي وي.»

داسې ښکاري د  پاکستان د پوځ له نظره هیواد له مخ ته پراتو مشکلاتو د پاکستان د وتلو لپاره د یوه سیاسي شخصیت له خلا سره مخامخ دی او د پخوانۍ لومړې وزیرې بې نظیر بوټو له ټرور او د عمران خان له زنداني کیدا وروسته داسې ښکاري پاکستان په نړیوالو او سیاسي بدلونونو باندې یو اغیز شیندونکی شخصیت نلري او د نوازشریف ورور شهباز شریف د عمران خان له لیرې کیدا  وروسته لومړی وزیر شو هم ونه توانید د یوې صوبې له اعلی وزیر ورهاخوا رول ولوبوي او همدا اوس پاکستان ځان د عمومي انتخاباتو د ترسره کولو لپاره چمتو کوي نو هیواد ته  محمد نوازشریف بیرته ورستنیدل کاملا معنا لرونکي دي.

که چیرې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف له پوځیانو سره معامله ونکړي نو احتمال شته محکمه به د نوازشریف او د هغه د کورنۍ د مالي فساد له کبله د حکمونو د لغو کیدا بهیر په چټکۍ سره تعقیب کړي.

د پاکستان د مسائیلو کارپيژاند محسن رویي صفت په دې هکله وايي: څلور کاله مخکې هم د پاکستان د پوځ او د پخواني لومړي وزیر نوازشریف اختلافات سبب شول چې پوځ له محکمې څخه په استفادې کولو او د نوازشریف د مالي فساد د تورونو په مطرح کولو سره هغه له واک څخه لیرې کړي او په انتخاباتو کښې د تحریک انصاف د مشر عمران خان ملاتړ وکړي خو داسې ښکاري د مسلم لیګ ګوند د نواز شریف څانګې او په تیره بیا د محمد نوازشریف په هکله د پوځ نظر بدل شوی دی او پوځ هڅه کوي د پیژندل شوي شخصیت په توګه واک ته د نوازشریف په بیرته ورګرځولو سره د پاکستان سیمه ئیز او نړیوال موقعیت پیاوړی کړي.»

په هرحال د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې له مسوولانو سره یوځاې هیواد ته د پخواني لومړي وزیر نوازشریف بیرته ستنیدل د دې ښودنه کوي چې هغه احتمالا په عمومي انتخاباتو کښې د ګډون او لومړي وزارت ته د رسیدا هڅه کوي.

داسی حالت چې د پاکستان د سیاسي بدلونونو په تاریخ کښې د هغه له لورې یې مخینه شته.

پاکستان ته له ورستنیدا وروسته په لاهور کښې د خپلو پلویانو په مینځ کښې د نوازشریف څرګندونې چې ویلي یې وو د پاکستان حالات ښه نه دي او نن سبا خلک سالم اقتصاد، قوي معیشت او انرژۍ ته  په اسانۍ سره لاسرسي  ته ضرورت لري ښودنه کوي چې نوازشریف د خپلو انتخاباتو تبلیغاتي شعارونه پیل کړي دي.

د نوازشریف د ستنیدا بل پیغام دا دی چې د پاکستان د سیاسي بدلونونو د راتلونکي لپاره د پوځ انتخاب پیپلز (Peoples Party)ګوند نه دی.

دغه خبر د پیپلز ګوند لپاره چې ځان د مسلم لیګ له نوازشریف څانګې سره جدي مقابلې ته چمتو کوی د خوښې وړ نه دی.

له دې کبله د پاکستان پیپلز ګوند او تحریک انصاف ګوند باوري دي نوازشریف د لومړي وزیر د جوړیدا په خوب سره د قدرت د سودا د کولو پرځاې باید د خپل د زنداني کیدا موده په قید کښې تیره کړي او د خپل د صلاحیت د ردیدا حکم په محکمو کښې تعقیب کړي.

ځکه چې نوازشریف د دوه زره اولسم میلادي کال په دوبي کښې د خپل لومړي وزارت په اخري پړاو کښې د سترې محکمې لخوا د پاناما د سندونو د دوسیې د ایشوا کیدا په دلیل له لومړي وزارت څخه څنګ ته کړی شوی و .

یوکال وروسته د اسلام اباد لوړې محکمې نوازشریف د حکومتي څوکۍ د لرلو صلاحیت ختم کړ او هغه په هیواد کښې له مالي فساد سره د مبارزې د ادارې لخوا لس کاله په زندان محکوم شو.

له دې کبله که چیرې محکمه ونشی کولای د سیاسي فعالیتونو د له سره پیلولو لپاره نوازشریف ته د احتمالي اجازې په هکله د پاکستان ټولنه او سیاسي ګوندونه قانع کړي احتمال شته چې پاکستان ته د هغه ورستنیدل په هیواد کښې د سیاسي تاوتریخوالو نوی پړاو رامینځته کړي.

 

ټیګونه