د غزې او اسرائیل میدان د حق او باطل میدان دی
دحضرت امام خامنه ای د اثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر له مخې د اسلامی انقلاب معظم رهبر نن د حضرت امام خمینی ( رح ) په حسینیه کښې د ټول ایران له محصلینواو زده کونکیو سره په کتنه کښې زیاته کړه: د غزې خلکو په خپل صبر سره انسانی وجدان په حرکت کې راوسته
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په غزې د صهيونېسټ رژيم حملې ته په اشارې سره وفرمایل دا میدان د غزې او اسرائيلو میدان ندی بلکې د حق او باطل میدان دی .
دحضرت امام خامنه ای د اثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر له مخې د اسلامی انقلاب معظم رهبر نن د حضرت امام خمینی ( رح ) په حسینیه کښې د ټول ایران له محصلینواو زده کونکیو سره په کتنه کښې زیاته کړه: د غزې خلکو په خپل صبر سره انسانی وجدان په حرکت کې راوسته .
حضرت امام خامنه ای څرګنده کړه: په همدغو لویدیځو هیوادونو کښې په انګلستان، فرانسه، ایټالیا، پخپله امریکا او په مختلفو ایالتونو کښې خلک په ګڼ شمیر سره په لارو کوڅو کښې د اسرائیلو او په ډیرو مواردو کښې د امریکا په خلاف شعارونه ورکوی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: یوه احمق په دې وروستیو کښې ویلی وو چې د فلسطین له خلکو په ملاتړ کښې په انګلستان کښې د خلکو راغونډول د ایران کار دی. ایا د لندن بسیج او د پاریس بسیج دا کار کړی دی ؟
حضرت امام خامنه اي همدارنګه د دې خبرې په کولو سره چی د جاسوسی ځالې د تسخیرولوپه پیښې پورې د ایران له ملت سره د امریکا د دښمنۍ تړل یو ستر دورغ دی ، زیاته کړه د سفارت د نيولو له پېښې ٢٦ کاله مخکښې د مرداد د 28 کودتا وشوه هغه ورځ خو نور څوک سفارت ته نه وو تللي!
د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل هغه اسناد چې د امريکا له سفارت ترلاسه شوي دي چې اوس ۷۰-۸۰ ټوکه کتابونه دي، وښودله چی د انقلاب له کاميابۍ وروسته له هماغه لومړيو ورځو د امريکا سفارت د ایران پر ضد د توطیې او جاسوسۍ مرکز و و ، حتی د امریکا په سفارت کې هم د کودتا او کورنۍ جګړې پلانونه تر سره شول.
حضرت امام خامنه ای تاکید وکړ: دا په دې معنا ده چې د امریکا سفارت د انقلاب له لومړیو ورځو د دغه هېواد او انقلاب خلاف د دسیسو مرکز و او د جاسوسۍ ځالې له نیولو سره هیڅ اړه نه لری.