قزاقستان هېواد په غزه کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر پر غزې تړانګې د اسرائیلي پوځ د پرلپسې بریدونو او په دې سیمه کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر پر غزې تړانګې د اسرائیلي پوځ د پرلپسې بریدونو او په دې سیمه کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په حملو کې چې د اکتوبر له اوومې نیټې پیل شوي دي، تراوسه ۱۱ زره او ۹۲ فلسطینیان شهیدان شوي دي او په شهیدانو کې څلور زره ۵۰۶ ماشومان ، ۳ زره ۲۷ ښځې او ۶۷۸ سپین ږیري شامل دي.
دغه راز د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو کې د ژوبل شویو کسانو شمیر ۲۷۴۹۰ تنو ته رسیدلی دی.
د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې د قزاقستان د لومړی وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر مورات نورتلنو د صهیونیسټ رژیم د بهرنیو چارو له وزیر الی کوهن سره په ټیلیفوني خبرو کې د جنګ له ښکېلو خواوو وغوښتل چې ذ جړې پر ځای په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات د لارو چارو لټون وکړي او په وینا یې دا مسله د ټولې نړۍ لپاره حیاتي اهمیت لري.
نورټلنو د غزې په تړانګه کې د بریدونو د زیاتیدو په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره، له دې سیمې څخه د قزاقستان د اتباعو د وتلو غوښتنه وکړه.