دمشق باندې د صهیونیسټي رژیم په حمله کښې دوه ایراني صلاحکاران شهیدان شول
د سوریې په پلازمینې دمشق باندې د صهیونیسټي رژيم په برید کښې دوه ایراني صلاحکاران شهیدان شوي دي.
العالم خبري چینل نن په یو خبر کښې د دمشق په اطرافو باندې د صهیونیسټي رژيم په ححمله کښې دریو کسانو د شهادت خبر ورکړی چې دوه په کښې ایراني صلاحکاران وو.
په عین حال کښې خبرونه په دمشق کښې په سیده زینب سلام الله علیها سیمې باندې د صهیونیسټي رژيم د حملې بیانونکي دي.
د دغې پیښې وروسته په سوریې کښې د العالم خبري چینل خبریال هم د سوریې په پلازمینې باندې هوايي حمله تایید کړه.
د سوریې ټیلیویژن هم خبر ورکړی چې نننۍ چاودنه د دمشق په المزه سیمه کښې په یو کور باندې د حملې له امله وه.
ځینو سرچینو د دغه کور ویجاړیدو ته په پام سره په دغه برید کښې د ځینو نورو کسانو د شهادت او زخمي کیدو احتمال هم ورکړی دی.
په عین حال کښې د فلسطین جهادِ اسلامي غورځنګ د دمشق په المزه سیمې باندې د صهیونیسټي رژيم په برید کښې د فلسطین د جهادِ اسلامي د عمومي منشي «زیاد نخاله» د شهادت خبر دروغ وباله.