عراقي ځواکونو د سوریې په شمال ختیځ کې پر امریکايي اډې برید کړی
عراقي سرچینو پرون (دوشنبه) مازدیګر د سوریې په شمال ختیځ کې د «الشدادي» په نوم امریکايي اډې باندې د عراقي مقاومت د راکټي برید خبر ورکړی.
د «صابرین نیوز» ټلګرام چینل اعلان کړی چې په دغه اډه کې د پوځي الوتکو د کښېناستو پر ځای ځینې توغندي لګیدلي دي.
د سوريې او عراق رسنيو د دغې امريکايي اډې د اوښتي زيان او د دغه بريد د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي.
د امریکا پوځ او ورسره تړلي ترهګر عناصر له ډېرې مودې راهیسې د سوریې په شمال او ختیځ کې په غیر قانوني توګه شتون لري او د دغه هېواد د تیلو او غلو د زیرمو په لوټلو سربېره، د دغې سیمې د اوسېدونکو او د سوریې د ځواکونو پرضد اقدامات کوي.
د عراق مقاومت همدارنګه پرون په اشغال شوي فلسطین کې د صهیونیسټي رژیم په پوځي اډې د توغندوي حملې اعلان وکړ .
تر اوسه د دغه برید جزئیات او احتمالي تلفات هم په ډاګه شوي نه دي.