د غزې تړانګې د جنګ په باب د امریکا له خوا په امنیت شورا کې د نوی پریکړه لیک مسّوده
(last modified Tue, 20 Feb 2024 11:10:30 GMT )
Feb 20, 2024 15:40 Asia/Kabul
  • د غزې تړانګې د جنګ په باب د امریکا له خوا په امنیت شورا کې د نوی پریکړه لیک مسّوده

امریکا د ملګروملتو امنیت شورا ته د یوه بل داسې نوي پریکړه لیک مسوّده وړاندې کړې ده چې د غزې په جنګ کې ئې د موقته اوربند او دغزې په جنوب کې په رفح سیمې د صهیونیسټ رژيم له حملې سره ئې د مخالفت غوښته کړې ده.

په دغې مسوّدې کې په ښکاره په رفح سیمې باندې د صهیونیسټ رژيم  له مځکنۍ حملې سره مخالفت شوی دی او په دې باب توضیح ورکړل شوې ده چې په اوسنیو شرائطو کې په رفح یوه ستره مځکنۍ حمله  به د عامو خلکو د لازیاتو مرګ ژوبلو د زیاتیدا او  ګاونډیو هیوادونو ته په بالقوه ډول د دوي د لازیاتې کډه په سر کیدا  سبب شي. د امریکا د پریکړه لیک  مسوده  وائي ، چې دغه شان اقدام به د مسیې  د سولې او امنیت لپاره  جدي پایلې ولري، او ټينګار کوي ، چې په اوسنیو شرائطو کې باید دغه شان لویه مځکنئ  حمله ونشي.::

اسرائيل نیّت لري ، د حماس او دنورو فلسطینیو مقاومتي ډلو ټپلو په ضد  د خپلو  تش په نامه عملیاتو د بشپړولو لپاره په رفح  سیمې حمله  وکړي، یو داسې ځاي چې په غزې کې له دوه اعشاریه درې میلیون فلسطنیانو  څخه  څه دپاسه یو میلیون  کډه په سر شوي فلسطینیانو پکې پناه اخستې ده اودا  نړیواله اندیښنه ئې راپارولې ده چې  دغه شان اقدام  په غزې کې   انساني بحران نوره هم بوږنونوکي کوي.

که څه هم  واشنګټن د غزې د جنګ په لومړنیو میاشتو کې  چې همدااوس ئې پنځمه میاشت په پیلیدا ده ، له اور بند سره مخالفت کړی دی،خو د متحده ایالاتو د مسّودې متن  له هماغې لهجې ډک دی چې ددغه هیواد ولسمشر جوزف بایډن تیره اونۍ د صهیونیسټ رژيم  له لومړي وزیر بینیامین نتن یاهو  سره په خبرو کې  ورڅخه استفاده کړې ده . سپينې ما ڼۍ  په دې زمینې کې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، بایډن  له نتنیاهو سره پخپلو خبرو کې د رفح  وضعیّت ته په اشارې سره ټینګار کړی دی، چې پوځي عملیات باید  له   بې باؤري پروګرام پرته نه وي  او په دغې سیمې  کې دې د  عامو خلکو دملاتړ او د امنیت د ضمانت لپاره د اجرا وړ  شي.

 جوبایډن چې د غزې په جنګ کې د وحشي صهیونیسټي رژيم تر ټولو اصلي ملاتړی دی ، څه موده مخکې ئې هم  اعتراف کړی چې  د اکتوبر په اومه نیټه  د طوفان الاقصی د  ناڅاپي عملیاتو په غبرګون کې په غزې کې د دغه رژيم پوځي  عملیات  له حده ډیر زیات دي. بایډن همداشان  د اردن له پاچا سریه په کتنې کې هم ومنله چې په غزې تړانګې کې د میرمنو او ماشومانو پشمول  ډير زیات عام فلسطینیان وژل شوي دي. بایډن دغه څرګندونې  په داسې حال کې مطرح کړي دي چې په غزې کې د اور بند د رامینځةکولو په باب دهڅو لباره  پر هغه دباؤنه  ډير زیات شوي دي او هغه په تیره بیا دډيموکراټيک ګوند په ملاتړ کې  پر خپلو رایو  ددغو دباؤنو له  پایلو ښه خبر دی .

یو مهم ټکی دا  چې د صهیونیسټي رژيم  اروپائي شریکان  هم له امریکا  سره  په رفح سیمې باندې له مځکنۍ حملې سره په مخالفت کې  همغږه شوي دي.په دې لړ کې  د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست   مسئول جوزف بورل د اروپائي اتحادئې دخارجه  وزیرانو دغوډې ترڅنګ  په یولړ څرګندونو کې ټینګار کړی دی چې ددغې اتحادئې  ۲۶غړو هیوادونو  په یوې اعلامیې کې په غزې کې د انساني غمیزو د مخنیوي لپاره د فوري اور بند غوښته کړې ده. په دغې اعلامیې کې  له یوه هیواد (پولینډ )پرته  دټولو غړو ملاتړ په اساس خپره شوې ، ، له صهیونیسټ رژیمه اغوښتل شوي دي چې په رفح سرحدي ښار دې حمله ونه کړي.

وحشي صهیونیسټي رژيم د غزې تړانګې په ضد له خپلو کابو  څلور میاشتنیو  وحشي ډوله  جنایتونو  او بمباریو وروسته  اوس   له ډير ترینګلي وضعیّت سره مخ شوی دی. دغه جنایتکار رژيم  چې نه دی توانیدلی ، په غزې تړانګې په حملې کې  دخپلو اعلان شوو موخو  ته تر رسیدا یعني دحماس  او د نورو فلسطینیو مقاومتي ډلو ټپلو تر نابودۍ  او د صهیونیسټي بندیانو تر خوشی  کولو پورې ئې پر دوام ټینګار کړی دی، یوازې  ئې دغزې  د زیاتره سیمو په کنډوالو بدلولو او  ددغې سیمې د اوسیدونکو په نسل وژنې ئې بسّنه کړې ده ،  اوس د حماس  د له مینځه وړلو او دصهیونیسټي بندیانو د خوشي کولو  په پلمه  پر رفح سیمې د مځکنۍ حملې نیّت کړی دی.

 د اسرائيلو  د حملو په دلیل   رفح سیمې  جنوب ته له شماله د غزې د ډيرو زیاتو اوسیدونکو  د کډه په سر کیدا له امله  په دغې سیمې کې د نفوسو ډير شمیر ته په پام سره،مسلما د صهیونیسټ رژيم  مځّکنۍ حمله  بوږنونکي اړخونه درلودلی شي. په تیره بیا دا چې ځیني راپورونه د سینا هغې دښتې ته د غزې د اوسیدونکو د ویستلو  لپاره  د تل ابیب د هوډ   ښودنه کوي چې د غزې په شاوخو ا کې واقع ده .  په دې توګه نتنیاهو په دې ګمان دی چې  دغزې موضوع  د غزې د اوسیدونکو په ویستلو سره ددغې سیمې بحران  پخپل خیال سره  حل کیږي او د فلسطین مقاومتي ډلې   ټپلې به هم له مینځه یوسیي.  په عین حال کې  د صهیونیسټ رژیم  ددغه غیر قانوني او غیر انساني  پلان  سره د نړیوالې ټولنې حتی   د متحدانو او شریکانو له خوا  د دباؤنو  او مخالفتونو زیاتیدا ، د تل ابیب د چارواکو لپاره  ددغه پلان اجرا ډيره سخته  کړې ده .   

 

 

ټیګونه