اسرائيل د خپل جعلی تاریخ په ترټولو بدو شپو ورځو کې ژوند کوي
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي په یولړ څرګندونو کې ووئيل، جنایتکار صهیونیستي رژيم د خپل جعلی تاریخ ترټولو بدې شپې ورځې تجروبه کوي او په نهایت کې به په غزې کې د جنګ درولو ته اړشي.
العهد خبری سایټ راپور ورکړی، سید حسن نصر ا... دخپلې ویناپه پيل کې له غزې تړانګې څخه د پشتیبانۍ په جبهې کې د لبنان دحزب ا... دشتون په باب ووئيل؛ له غزې د لبنان د پشتیبانۍ د جبهې هدف په شمالي جهبې کې د دښمن ستړي کول او پخپله ګټه په غزې تړانګې کې د جنګ د حل د فرصت سلبول دي او اوس وینو چې ددښمن پوځ د مقاومتي چورلیز دمبارزانو د نفوذ څخه د ویرې په دلیل په تیره بیا د جاسوسۍ د تجهیزاتو د له لاسه ورکولو په دلیل ، د شمال د خالي کولو وړتیا نه لري.
سید حسن نصر ا... زیاته کړې ده ، له صهیونیستي رژيم سره د مونږ د جنګ موخې هره ورځ په پوره کیدا دي او په ټولو زمینو کې ددښمن او د هغه پوځ ستړیکیدا هم ددغې موضوع ښودنه کوي.
د لبنان د حزب ا... عمومی منشي روښانه کړه ، د جنګ له لارې دښمن په غزې له تیریو غړولی شو او دوي پوهولی شو چې د شمالی جبهې د جنګ دریدا په غزې د تیریو له دریدا سره اړونده ده.
سید حسن نصر ا... دې ته په اشارې سره چې دقدس دنیواکګر رژيم پوځ دځواک له کمښته سر ټکوي ،ووئیل؛ صهیونیسټي د ښمن دمګړئ د خپل جعلي تاریخ ترټولو بدې شپې ورځې تجروبه کوي. دلبنان د حزب ا... ولسي غورځنګ عمومی منشي د صهیونیسټي رژيم د حملو ددریدا او په غزې کې د اور بند پرزرترزره ټينګیدا باندې په ټينګار سره ووئیلو اسرائیل دحماس په نابودۍ کې له ناکامۍ وروسته نور د حزب ا... لپاره هیڅ ګواښ نه دی.
هغه په دوام کې د ایران د ولسمشرۍ انتخاباتو ته په اشارې سره له مقاومته د ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د ملاتړ پیغام قدرونه وکړه او دا دریځ ئې له مقاومتي چورلیزه په ملاتړ کې د ایران د اسلامی جمهوریت پر اصولي ثبات د تائيد ټپه وبلله .