د لبنان حزب الله د فلسطین له خلکو سره د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ
(last modified Thu, 11 Jul 2024 10:48:11 GMT )
Jul 11, 2024 15:18 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله د فلسطین له خلکو سره د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ

د لبنان د حزب الله عمومي منشی ویلي چې د الاقصی طوفان شهیدان د خدای په لاره کې په شهادت رسېدلي او د هغوی لاره حقه ده. هغه خبرداری ورکړی، تر کله چې په غزه کې جګړه دوام ولري؛ د اشغال شویو سیمو په شمال کې به د دوی بریدونه هم دوام ولري.

په لبنان کې د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصرالله ویلي چې په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د نهو میاشتو د پراخو جنایتونو په جریان کې، دوی په دې پوه شوي چې په دغه جنګ کې ناکامه شوي دي.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې ویلي چې د «الاقصی طوفان» شهیدان د خدای په لاره کې د وژل کېدو له ښکاره بېلګو څخه دي او دوی هغه کسان دي، چې د خدای په لاره کې په شهادت رسېدلي، ځکه دوی د حقیقت په روښانه او ښکاره جګړه کې مبارزه کوي، چې هېڅ شک او ګمان پکې نه شته.

ښاغلي نصرالله ټینګار کړی چې د حزب الله ټول قوماندانان له صهیونیسټانو سره په جګړه کې، په لوړ ځان باورۍ او قوي روحیې سره، خبرې او عمل کوي.

د لبنان د حزب الله عمومي منشي ویلي چې د نیول شویو سیمو په شمال کې د جنګ بندول، د غزې په حالاتو پورې اړه لري او کله چې په دغه سیمه کې جنګ ودرېږي، په دغو سیمو کې به حالات هم بدل شي.

د لبنان د مقاومت دغه مشر ویلي چې دوی له هرډول ویرې پرته، د فلسطین له خلکو ملاتړ ته دوام ورکوي.

صهیونیسټي راډیو اعلان کړی چې د دغه رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، په وروستیو ورځو کې د جنګ د وزیر یوف ګالانت د ګوښه کولو په اړه، له خپلو خپلوانو سره خبرې اترې کړي دي.

دې رسنۍ ویلي چې نتانیاهو او د هغه نږدې کسان پلان لري چې د جګړې وزارت " جدعون ساعار " ته چې د بني ګانټز له ګوند څخه جلا شوی دی، وسپاري.

پرون صهیونیسټي ورځپاڼي «یروشلم پوسټ» لیکلي وو چې د حماس له غورځنګ سره د بندیانو د تبادلې د موافقې په اړه، د نتانیاهو او ګالانت تر منځ اختلاف د دوی د پخوانیو اختلافونو په پرتله زیات شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو له څه دپاسه ۹ میاشتو په موده کې، څه دپاسه ۳۸ زره ښځې، ماشومان او ملکیان په دغه وړه سیمه کې په شهادت رسېدلي دي. هغه جنایتونه چې تراوسه صهیونیسټي رژیم  ورته غبرګون نه دی ښودلی او د دغه جنایتونو د مخنیوي لپاره د نړۍ د خلکو اعتراضونو هم کومه اغېزه نه ده کړې.

ټیګونه