پر یمن او غزې د اسرائیلي رژیم بریدونه او پر ضد یې د بریدونو لپاره د مقاومت پلان جوړول
(last modified Tue, 23 Jul 2024 08:07:02 GMT )
Jul 23, 2024 12:37 Asia/Kabul
  • پر یمن او غزې د اسرائیلي رژیم بریدونه او پر ضد یې د بریدونو لپاره د مقاومت پلان جوړول

پارس ټوډې -  د یمن د انصار الله غورځنګ عمومي منشي عبدالملک بدرالدین الحوثي صهیونیسټي رژیم ته په خبرداري سره څرګنده کړه چې د صهیونیسټي رژیم د هدفونو پرضد د یمن د پوځي عملیاتو ساحه، د هند سمندر او تر مدیترانې سمندر پورې غځول کېږي.

د اسرائیلي رژیم په خلاف د مقاومت د سختو حملو پلانونه، پر یمن، لبنان او غزې باندې د صهیونیسټي رژیم د حملو دوام، په نیول شویو سیمو کې د نتانیاهو په خلاف مظاهرې او د یمن پر الحدیده بندر باندې د صهیونیسټي رژیم د حملې غندنه، له ځینو نورو څخه دي. په دې وروستیو ساعتونو کې د لوېدیځې آسیا تر ټولو مهم بدلونونه دي، چې د پارس ټوډې په دې خپرونه کې راغلي دي.

 

پر یمن د امریکا او برتانیې هوايي بریدونه

د المیادین د راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ د امریکا او برتانیې ائتلاف د یمن په الصلیف سیمه کې د «راس عیسی» بندر په نښه کړ. په ورته وخت کې د یمن په حجه کې د المسیره خبریال همدارنګه اعلان کړی چې په میدي برخه کې د « بحیص » سیمه هم د امریکایي او برتانوي جنګي الوتکو لخوا دوه ځله موخه ګرځول شوې ده. تر اوسه د دغو بریدونو د مالي زیانونو او احتمالي تلفاتو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

 

پر یمن د صهیونیسټي رژیم حملو ته د کویټ، سوریې او عمان غبرګون

د المیادین د راپور له مخې، د درېیو هېوادونو کویټ، عمان او سوریې د بهرنیو چارو وزارتونو د یکشنبې په ورځ د یوې بیانیې په خپرولو سره د یمن پر خاورې د صهیونیسټي پوځیانو د حملې په اړه غبرګون ښودلی او هغه یې غندلی دی. په همدې حال کې، د عراق نجباء د اسلامي مقاومت غورځنګ عمومي منشي اکرم الکعبي هم د یمن پر الحدیده ښار د صهیونیسټي رژیم د حملې په غندلو سره ویلي : د صهیونیسټانو اقدام او د هغوی له حماقته ډک ائتلاف د ګران یمن د بنسټیزو ځایونو په موخه ګرځولو سره، هغه هم د صهیونیسټي تلفاتو له زیاتېدو وروسته او د دوی د خوندي سیمو له ناامنه کېدو وروسته، داسې چې دوی هره شېبه د مرګ انتظار باسي، دا د دې رژیم د جنایتونو او ناکامیو یوه نوې پاڼه ده.

د یادولو وړ ده چې د تیرې شنبې په مازدیګر د صهیونیسټي رژیم د جنګي الوتکو لخوا د یمن د الحدیده بندر بمباري شو چې د دغه برید له امله د دغه ساحلي ښار د تېلو ټانکونو کې اور ولګېد.

 

عبدالملک الحوثي: ستر عملیات په لاره کې دي/ غاصب اسرائیلیان باید وډار شي

د المسیره د راپور له مخې، د یمن د انصارالله غورځنګ عمومي منشي عبدالملک الحوثي د یکشنبې په ورځ په یوې وینا کې وویل:

غاصب اسرائیلیان باید د پخوا په پرتله ډېره ویره ولري او اندېښمن وي، او په دې پوه شي چې د دوی احمق مشران دوی ته ډېر خطرونه راوړي.

الحوثي زیاته کړه: اسرائیلي دښمن د تیلو د شرکت پر ټانکونو او د الحدیده د برښنا د شرکت پر ټانکونو مستقیم برید وکړ. د دغو اهدافو د غوره کولو دلیل، د یمن د اقتصاد په نښه کول او زموږ ګران ملت او د هغوی ژوندانه ته زیان رسول دي.

د یمن د انصار الله غورځنګ سرمنشي زیاته کړه: پر یمن حمله به د دښمن په ګټه نه وي او هغه ته به مخه نیوونکی رامنځته نه کړي او نه به د غزې په ملاتړ زموږ د عملیاتو د پنځم پړاو د دوام مخه ونیسي.

 

محمد عبدالسلام: له صهیونیسټانو سره د جګړې زیاتېدو ته تیار یو

د الجزیرې د راپور له مخې، د یمن د ملي نجات د حکومت د خبرو اترو د ټیم مشر محمد عبدالسلام هم اعلان وکړ: یمنیان د جګړې له هرډول پراخېدو او د فلسطین د عادلانه آرمان د دفاع په لاره کې له حرکت کولو څخه کومه اندېښنه نه لري.

 

د بن ګوریون په هوايي ډګر کې د نتانیاهو پر ضد مظاهرې

د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، صهیونیسټانو واشنګټن ته د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له سفر مخکې، د بن ګوریون په هوايي ډګر کې مظاهره وکړه. په دغه مظاهره کې صهیونیسټانو په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم او د فلسطین د مقاومت ترمنځ، د بندیانو د تبادلې د موافقې د لاسلیکېدو غوښتنه وکړه. له دې مخکې هم نیول شوې سیمې څو څو ځله، د صهیونیسټي مېشتو پوځیانو له خوا د ورته مظاهرو شاهدې وې. بايد يادونه وشي چې په غزې تړانګه کې د جګړې په دوام او د صهيونيسټي رژيم له خوا د پوځي برياوو په نه لرلو سره، د دغه رژيم د لومړي وزير بنيامين نتنياهو او د هغه د کابينې پرخلاف په اشغال شويو سيمو کې نیوکې زياتې شوې دي.

 

صهيونيسټي رژيم د يمن د مقاومت د احتمالي بريد له وېرې په پوره تيارۍ کې دی

د فلسطین د سما خبري آژانس د راپور له مخې، د صهیونیسټي رژیم رسنیو پرون سهار اعلان وکړ چې د دغه رژیم هوايي او سمندري ځواکونه، پر الحدیده بندر د صهیونیسټانو د وروستي برید په تړاو د یمن د احتمالي ځواب د ویرې له امله په بشپړه توګه د تیارسۍ په حال کې دي. ځینو صهیونیسټي سرچینو هم د بیت المقدس، لوېدیځې غاړې او د اشغال شوي فلسطین پر شمالي سیمو باندې د اسرائیلي جنګي الوتکو د الوتنې او ګزمې خبر ورکړی دی. د یمن په لوېدیځ کې د الحدیده پر بندر باندې د صهیونیسټي رژیم له حملې وروسته، د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع ټینګار وکړ چې د دغه جنایت ځواب به قطعي، ستر او د صهیونیسټانو لپاره دردوونکی وي.

 

پر خان یونس باندې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې دیارلس تنه شهیدان او ټپیان شول

وفا خبري آژانس پرون دوشنبه اعلان وکړ: د صهیونیسټي رژیم له لوري پر خان یونس باندې په دوو حملو کې دوه مېرمنې شهیدانې او ۱۱ تنه نور ملکیان ژوبل شول. دغو بریدونو د خان یونس په لوېدیځ کې یو کور او د خان یونس په ختیځ کې د بني سهیلا په سیمه کې یو بل کور په نښه کړ.

 

 د لبنان د پوځ د څارنې پر برج باندې د صهيونیسټي رژيم برید

د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، د صهیونیسټي پوځیانو د (یکشنبې په ورځ) د لبنان د پوځ د څارنې یو برج په نښه کړ چې له امله یې دوه لبناني عسکر ټپیان شول. د دغه رپوټ له مخې، صهیونیسټي ټانګ د لبنان په سویل کې د « عیتا الشعب» ښارګوټي په شاوخوا کې د لبنان د يوځ په یوه پوسته کې دغه د څار برج په نښه کړ.

 

په غزه کې د شهیدانو شمېر زیات شو

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د غزې د روغتیا وزارت د یکشنبې دې ته په اشارې سره چې لا هم ډېر فلسطینیان تر خاورو لاندې دي اعلان یې وکړ چې په غزه کې د شهیدانو شمېر له ۳۸ زره او ۹۸۰ تنو څخه زیات شوی دی.

د دغه راپور له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو پوځ په غزې تړانګه کې څلور نور ډله ایزې وژنې ترسره کړي چې له امله یې ۶۴ تنه شهیدان او ۱۰۵ زخمیان د غزې روغتونونو ته انتقال شوي دي. الجزیرې هم پرون دوشنبه راپور ورکړ چې د صهیونیسټي رژیم په حملو کې د یکشنبې له سهاره تر ماسپښین پورې څه دپاسه ۶۰ فلسطینیان شهیدان شول. الجزیرې هم د غزې پر النصیرات او البریج کمپونو د صهیونیسټي رژیم د توپونو د سختو حملو د دوام خبر ورکړی دی.

 

حزب الله د اسرائیلو پر ۳ پوځي اډو توغندیز بریدونه کړي

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د لبنان اسلامي مقاومت ډلې په جلا جلا بیانیو کې اعلان وکړ چې د مقاومت مبارزانو د یکشنبې په ورځ د صهیونیسټي رژیم درې پوځي اډې په نښه کړې دي. د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ په خپله لومړنۍ بیانیه کې اعلان وکړ چې د غزې تړانګې د مظلومو فلسطینیانو د ملاتړ او د صهیونیسټي رژیم د تیري او په عدلون ښار کې د ملکیانو موخه ګرځولو په ځواب کې، د اسلامي مقاومت مبارزانو د یکشنبې په ورځ په کاټیوشا راکټونو سره د دفنا صهیونیسټي ښارګوټي مېشتې په نښه کړل. د لبنان حزب الله په خپله دویمه او درېیمه بیانیه کې هم اعلان وکړ چې په نیول شویو سیمو کې د السماقه و الرمثا پوځي اډې په توغندیو سره وویشتلې.

د لبنان د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصرالله د حسیني عاشورا په مراسمو کې صهیونیسټانو ته په ښکاره توګه په ګواښ سره ټینګار وکړ که نیواکګر پوځ د لبنان سویل ته د ننوتو پریکړه وکړي، نو د هغې لپاره به هېڅ ټانکونه پاتې نه شي.

د یکشنبې په ورځ د عبري ژبې ورځپاڼې یدیعوت آحرونوت د صهیونیسټي رژیم د جنګ د پخواني وزیر آویګدور لیبرمن په حواله لیکلي چې د اسرائیلو پوځي جوړښت  لا هم د اکټوبر په اوومه نېټه د ناکامۍ په حالت کې پاتې دی، په داسې حال کې چې استخباراتي ناکامۍ اوس هم دوام لري.

 

کلیدي کلمې: یمن او فلسطین، یمن او اسرائیل، لبنان او اسرائیل، د غزې جګړه، د یمن الحدیده، د اسرائیلو جنایتونه

 

ټیګونه