حماس غورځنګ: په غزه کې د اوربند خبرې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د تبلیغاتي استفادې په موخه دي
(last modified Sat, 24 Aug 2024 12:35:20 GMT )
Aug 24, 2024 17:05 Asia/Kabul
  • حماس غورځنګ: په غزه کې د اوربند خبرې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د تبلیغاتي استفادې په موخه دي

د حماس د غورځنګ جګپوری غړی اسامه حمدان په غزې کې د اوربند د ټینګولو لپاره د نمایشي مذاکراتو او له دې نه د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره تبلیغاتي استفادې ته په اشارې سره، وویل دا چي امریکایان او ملګرو یې وایي چي خبرې اترې مثبتې وې، او داسي نورې خبرې دا د اسرائیل د رژیم په لومړي وزیر نتانیاهو باندې د داخلي فشارونو د کمولو او د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د تبلیغاتي استفادې په هدف دي.

هغه یادونه وکړه چي د حماس غورځنګ یوازې د مخکنیو خبرو اترو او ژمنو د پوره کېدو او د عملي اقداماتو غوښتونکی دی، نه د نویو مذاکراتو او د خبرو اترو د دوام.

حمدان المیادین ته وویل: امریکایانو د اوربند په نامه سره د خبرو اترو په ترسره کولو او بیا د هغې په مثبت بللو سره، غواړي په ولسمشریزو ټاکنو کې له کامالا هریس څخه ملاتړ وکړي.

د حماس د غورځنګ دغه سیاسي جګپوری غړی د دې په بیانولو چي دا تبلیغاتي خبرې په نتانیاهو باندې د داخلي فشارونو د کمېدو په لړ کې تر سره کیږي، وویل: مونږ له رسنیو څخه په اعلان شویو خبرونو باور نه کوو او مینځګړي لورو ته مو وویل، چي مونږ له تاسو غواړو چي د اسرائیل د رژیم د ژمنو او هوکړو په هکله مونږ ته ووایاست.

 

ټیګونه