که د غزې او لبنان مقاومت نه وي،نو اسرائیل به کوم عرب هیوادونه ونیسي؟
پارس ټوډې - د صهیونیسټ رژيم د یوه سیاستوال د ادعا په اساس داسرائيلي رژيم پولې باید له لبنانه ترعربستان پورې وي، البته دمقاومت په نامې سره لوي خنډ ددوي په لاره کې موجود دی.
د؛لوي ا سرائيل؛ اصطلاح دهغه څه د احاطه کولو لپاره د اسرائيلي رژيم د حاکمیّت او حدودو پراختیا ته اشاره کوي، چې ډیری صهیونیسټان ئې د خپل مقدس کتاب ټاټوبی ګڼي.
پارس ټوډې راپور ورکوي، په همداوروستیو کې یو صهیونیسټي سیاستوال او لیکوال آوی لیپکین ادعا کړېده ، چې د لوي یا ګریټ اسرائيلو پولې له لبنانه تر عربستان پورې به چې هغه دا یوه؛لویه دښته؛ او له مدیترانې سمندره تر فرات پورې ؛ بللې ده،پراخه کړي.
په همدې زمینې کې،یو اسرائيلي خبریال اوډډینن هم وا ئي؛د لویدیځي آسیا سیمې لپاره د تل ابیب پلان د صهیونزم د بنسټګر تئوډور هرټزل د لیدتوګې په اساس دی، چې اسرائيل به د لبنان،سورئې، اردن،عراق ،مصر اوعربستان زیاتره برخې له خپلې خاورې سره یوځای کړي.
شننې ښئ چې د غزې او حزب ا...له مقاومت وروسته،به د تل ابیب لپاره کار سخت وي،ځکه اسرائيل په آسانۍ سره د لبنان،مصر،سورئې،اردن او عربستان حکومتونه نسکورولی شي. د اسرائیلو دجنګ وزارت په وسیله د خپرو شوو سندونو په اساس، د اسرائيلو په وړاندې به د حزب ا... او د غزې دمقاومت په څير هیڅ بهیر تل پاتې نه شي.