په هرو ۳۰ دقیقو کې یو فلسطینی ماشوم شهید کیږي
-
په هرو ۳۰ دقیقو کې یو فلسطینی ماشوم شهید کیږي
پارس ټوډب- د تېر کال د اکټوبر د میاشتې په اوومه نېټه پر غزې د صهیونیسټي رژیم د حملې له پیله تراوسه ۱۷۴۰۰ فلسطینی ماشومان شهیدان شوي دي.
د فلسطین د اطلاع رسونې مرکز په یو راپور کښې اعلان وکړ: د صهیونیسټی رژیم په لاسو د ۱۷۴۰۰ فلسطینی ماشومانو شهادت د دې ښودنه کوی چې د غزې په تړانګه کښې په هرو دېرشو دقیقو کښې یو ماشوم شهید کیږی.
د ایران د راډیو او ټیلیویژن د خبری آژانس په حواله د پارس ټوډی د خبر له مخې ، د فلسطین د اطلاعاتو د مرکز راپور وایی: له دغو شهیدانو څخه ۷۱۰ تنه فلسطینی ماشومان چې عمرونه یې له یو کال څخه کم وو، په جنګ کښې زیږیدلی او په جنګ کښې شهیدان شوی دی.
دغه راپور زیاتوي: د دغو شهیدانو له ډلې ۱۷۹۳ له ۱ تر درې کلنۍ، ۱۲۰۵ یې له ۴ تر پنځو کلونو، ۴۲۰۵ یې له ۶ تر ۱۲ کلونو او ۳۴۴۲ یې له ۱۳ تر ۱۷ کلونو پورې عمرونه درلودل.
د یادولو وړ ده چې د فلسطین د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې د تیر کال د اکټوبر د میاشتې په اوومه نیټه په غزې د صهیونیسټي رژيم د حملې له پیله تراوسه ۴۴۲۳۵ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۰۴۶۳۸ نور ژوبل شوي دي.