د اسرائيلي پوځيانو له لوري د لبنان پر خاوره تېری شوی
Jul 24, 2025 15:29 Asia/Kabul
پارس ټوډی - خبري سرچينو راپور ورکړی، چې د اسرائيلي رژیم پوځيانو د لبنان جنوبي سيمو ته ننوتلي دي.
د پنجشنبې په سهار يوه ډله اسرائيلي پوځيان د لبنان خاورې ته د ۸۰۰ ميټرو په ژوروالي ننوتل او د دې هېواد په جنوبي حولا کلي ته ورسېدل.
دوی په دې سيمه کې د يوې چاودنې وروسته له لبناني خاورې ووتل. تر اوسه د دې چاودنې ماهيت نه دی روښانه شوی.
ټیګونه