ولې د اسرائیلو رژیم نظاميان ځان وژنې کوي؟
-
ولې د اسرائیلو رژیم نظاميان ځان وژنې کوي؟
پارس ټوډی- سره له دې چې د اسرائیلو رژیم پوځ او کابینې د غزې په جګړه کې د «مطلقې بریا» دروغجن شعار تبلیغوي او ادعا کوي چې د حماس ځواک یې له منځه وړی، خو په دغه پوځ کې د ځانوژنو زیاتېدونکې شمېرې یوه بله حقیقت څرګندوي او د دې رژیم په جګړه کې د لوی بحران پرده پورته کوي.
په داسې حال کې چې د اسرائیلو رژیم په پوځ کې د ځانوژنې پدیده له لبنان سره د دې رژیم د جګړو، په تېره بیا د ۲۰۰۶ کال د جولای جګړې ته ورګرځي او له هغه وروسته د رواني اختلالاتو، لکه د «سانحې وروسته فشار اختلال» له امله د صهیونیستي نظاميانو ترمنځ د ځانوژنو څپه پیل شوه، خو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د فلسطین د مقاومت له خوا د طوفان الاقصی عملیاتو وروسته دا پدیده په پراخه کچه څرګنده شوه.
د تسنیم په قول پارس ټوډی خبر ورکړی، چې، د غزې د جګړې له پیل راهیسې، د اسرائیلو پوځ پر رسنیو سخت نظامي سانسور لګولی او د دقیقو تلفاتو، که په جګړه کې وي یا د ځانوژنو په برخه کې، د خپرولو اجازه نه ورکوي، خو عبري سرچینو څو ځله د اسرائیلو په پوځ کې د ځانوژنو د زیاتېدونکو مواردو په اړه خبرداری ورکړی دی.
په اسرائیلو پوځ کې د ځانوژنې وروستی رسنیز شوي موردو کې د آرئیل تامان، د احتیاطي ځواکونو د یوه سرتېري ځانوژنه ده چې په اشغالي فلسطین جنوب کې یې په خپل کور کې خپل ژوند پای ته ورساوه.
دا صهیونیستي نظامي د اسرائیلو د پوځ د هغې یوې ډلې برخه وه چې د وژل شویو نظاميانو د جسدونو پېژندنه یې کوله، کومه دنده چې له رواني پلوه تر ټولو سخته ده.
د اسرائیلو د رژیم د ۱۲مې شبکې راپور ورکړی چې یوازې د روان کال د جولای په نیمایي کې نورو څلورو اسرائیلي نظاميانو هم ځانوژنې کړې دي او د جګړې له پیل راهیسې د اسرائیلي ځواکونو ترمنځ د ځانوژنو شمېر د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ توګه زیات شوی دی.
ولې صهیونیستي نظاميان د ځانوژنې په اړه فکر کوي؟
د اسرائیلو رژیم پوځیان د بېلابېلو دورو په جګړو کې، په تېره بیا د عربي هېوادونو او په ځانګړي توګه د فلسطین خلکو پر وړاندې داسې جنایتونه کړي چې د ظلم، وحشت او بېرحمۍ له پلوه د هیچا لپاره د تصور وړ نه دي.
په طبیعي توګه، حتی د دې جنایتونو د یوې کوچنۍ برخې د انځورونو لیدل پر افرادو سخت رواني زیان رسوي؛ خو صهیونیستي نظاميان نه یوازې د دې جنایتونو له کولو وروسته متأثره نه کېږي او عذاب وجدان ورته نه پیدا کېږي، بلکې پر دې وحشت باندې ویاړي او انځورونه یې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې خپروي.
د غزې د جګړې له پیل راهیسې، د صهیونیستي نظاميانو د رواني اختلالاتو او زیانونو په اړه د دې رژیم رسنیو ګڼ راپورونه خپاره کړي دي؛ خو دا په بشپړه توګه څرګنده ده چې د اشغالګرو صهیونیستي ځواکونو رواني فشارونه د هغو جنایتونو له امله نه دي چې دوی یې پر بېګناه ملکي وګړو، په تېره بیا پر ښځو او ماشومانو ترسره کوي، بلکې د مقاومت له خوا د سختو او بېساري ضربو له امله دي.
د صهیونیستي پوځ د احتیاطي ځواکونو او په تېره بیا د ځوانانو ترمنځ رواني زیانونه د نورو افسرانو او نظاميانو په پرتله ډېر څرګند دي.
په دې اړه، صهیونیسته لیکواله او د رواني اختلالاتو متخصصې «راویتال حوفیل» یوه مقاله خپره کړې چې په کې د صهیونیستي نظاميانو رواني زیانونه څېړل شوي دي.
په دې مقاله کې راغلي: «د پوځ عادي ځواکونو فکر کاوه چې د کرونا له درې کلنې وبا وروسته، پوځ په بشپړه توګه چمتو دی؛ خو ناڅاپه جګړه پیل شوه او موږ داسې صحنې ولیدلې چې کنټرول یې ناشونی دی. د اسرائیلي ځواکونو د دوامداره بشري تلفاتو ترڅنګ، د دې جګړې رواني لګښت ډېر دی او حتی هغه ځواکونه چې ژوندي پاتې شوي، احساس کوي چې ژوند یې پای ته رسېدلی دی.»
د اسرائیلو د پوځ د رواني روغتیا پخواني مشر ایال فروچر هم د اوسني ناوړه وضعیت د پام وړ نه کولو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «د احتیاطي ځواکونه خپل ځان د ګڼو خطرونو سره مخ ویني، لکه د دندې له لاسه ورکول، د کورنۍ ژوند ړنګېدل، د جلاوالي احساس او د جګړې له امله رامنځته شوي رواني زیانونه.»
روانشناسه اسرائیلۍ رونا اکرمن وايي چې جګړه د لیدو وړ زخمونه پرېږدي او رواني زیانونه یې تر اوږدې مودې دوام کوي، په تېره بیا د پوځي ځواکونو په منځ کې، ځکه دوی اړ دي چې خپل ځان پیاوړی وښيي، نو د دوی په روح او روان کې رامنځته شوې کمزوري تشخیص کول ډېر سخت دي، تر دې چې د ځان زیان رسولو مرحلې ته رسېږي او ځینې یې ځانوژنه کوي.
د اسرائیلو د رژیم کان شبکې د سانسور شویو خبرونو په منځ کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې ۱۶ اسرائیلي نظاميانو ځانوژنې کړې دي.
په ۲۰۲۴ کال کې ۲۱ او په ۲۰۲۳ کال کې ۱۷ د ځانوژنو موارد ثبت شوي دي.