بحرینی مخالفینو د فرورۍ د څوارلسمې د انقلاب د شپږمې کلیزې په درشل کښې خلقو ته بلنه ورکړه
Feb 08, 2017 16:06 Asia/Kabul
په بهر کښې بحرینی مخالفینو په دغه موقع د خلقو په پراخه ګډون او د بحرېن له نامتو دینی عالم شېخ عیسی قاسم څخه په دفاع تاکید وکړ.
د العالم چېنل د رپوټ له مخې بحرینی مخالفینو د دغه هېواد د فرورۍ د څوارلسمې د انقلاب د شپږمې کلیزې په درشل کښې په یوه بیانیه کښې د فساد ختمول د مفسدانو محاکمه کول او د ډېکټاټوران نابودول د دغه هېواد د انقلاب د نه بدلېدونکو اصولو برخه وبلله او په مېدانی، سیاسی ، حقوقی او رسانه ای سطحو کښې د مبارزې د طریقو د رامنځته کولو او د ټولو خلقو د یو موټې کېدلو غوښتنه یې وکړه.