په زرګونو بحرینیانو د ال خلیفه رژیم پرضد مظاهرې وکړې
د بحرین په زرګونو ښاریزو همداراز په دغو دستور کې د بحرین د باچا پرضد شعارونه هم ورکړل .
د العالم چینل له راپور سره سم په زرګونو بحرینیانو د ال خلیفه رژیم د ځپنو او د هغو دریو بحرینی ځوانانو د جنازې د دستورو له ترسره کولو د بندیز په اعتراض کې چی څه موده مخکې د امنیتی عسکرو په لاس وژل شوی ، په سمبولیکه توګه د دغو دریو بحرینی ښاریزو د جنازې دستورې ترسره کړې .
د بحرین په زرګونو ښاریزو همداراز په دغو دستور کې د بحرین د باچا پرضد شعارونه هم ورکړل .
د ال خلیفه رژیم امنیتی عسکرو هم د مظاهرچیانو د تیت پرک کولو لپاره اوښلن ګازونو وویشتل . له بلې خوا دبحرین د فرورۍ دڅوارلسمې نیټې د انقلاب دځوانانوائتلاف وویل ال خلیفه رژیم خپلو کورنیو ته د دریو(۳) ښاریزو د مړیو له ورسپارلو ډډه کوی.
دغه ائتلاف وویل دبحرین ال خلیفه رژیم د دریو(۳) ښاریزو پرضد دجنایت له ترسره کولو او د نړیوال دود او دقوانینو پرخلاف دهغوې په ځړولو سره په خپلو جنایتونو د برغولی دکیښودلو او دخلکو له غبرګون د ویریدا په خاطر وژل شویوکسانو دمړیو له ورسپارلو ډډه کوی .
دبحرین د فرورۍ دڅوارلسمې(۱۴) نیټې دانقلاب دځوانانو ائتلاف زیاته کړه ال خلیفه رژیم به ددغه بهیر د دوام په بڼه کښې زر درنه بیه ورکړی .
دبحرین خلکو د ۲۰۱۱ میلادی کال له فرورۍ میاشتې راهسې د ال خلیفه دیکتاتور حکومت پرضد پاڅون ته دوام ورکړی خو حکومت تراوسه له سلو(۱۰۰) زیات بې ګناه خلک وژلی او په زرګونو نور یې ژوبل کړی او نیولی هم دی .
دبحرین خلک د ازادۍ او عدالت دټینګیدا او د توپیر دختمیدا او دازادو انتخاباتو له لارې دیوه (۱)خپلواکه حکومت دجوړیدا غوښتنه کوی .
دبحرین دخلکو په ځپلو کښې له ال خلیفه رژیم سره انګلستان ، امریکا، متحده عربی امارات، سعودی عربستان ، اردن ،اسرائیل او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه مرسته کوی