ترکیه بحرېن ته شورش ضده پولیس لیږی
(last modified Tue, 21 Feb 2017 03:13:18 GMT )
Feb 21, 2017 07:43 Asia/Kabul
  • ترکیه بحرېن ته شورش ضده پولیس لیږی

د ترکیې ډېلی صباح ورځپاڼې د دغه هېواد د خارجه وزیر مرستیال اومیت یالجین بیانات خپارۀ کړل په دې اړه چې ترکیه په بحرین کښې په بحرانونو باندې د تسلط په خاطر دغه هېواد ته د خپلو شورش ضدو ځواکونو د لېږلو لپاره د اماده کولو په حال کښې ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت صلاح کار وویل: بحرېن ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب وردوغان په سفر او د دغه هېواد له باچا ملک حمد بن عیسی آل خلیفه سره په  کتنه کښې یو لړ موافقې ترلاسه شوې او د دغو دوو اړخیزو موافقو له مخې مقرر شول  چې د بحرین د شورش ضدو ځواکونو لپاره د ترکیې د پولیسو د لوړ رتبه افسرانو لخوا د شورش ضدو ماهرانه دورې جوړې شی.

یالجین تاکید وکړ: په دې لړ کښې د ترکیې د شورش ضده ګارډ درې سوه تنه له پینځلسو مربیانو سره به په راتلونکو دریو میاشتو کښې منامې ته ولېږل شی. دغه موافقه د بحرین د کورنیو بحرانونو د کنټرولولو لپاره رامنځته شوې ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت صلاح کار زیاته کړه:  د رامنځته شوې موافقې مطابق د اماراتو د اخوانی ضدو تګلارو په اړه د ترکیې حساسیت ته په پام سره مقرر شوې ده چې په دغو دورو کښې دې  په بحرېن کښې د مېشتو اماراتی پولیسو له ګډون څخه مخنیوے  وشی.

 

ټیګونه