د شېخ عیسی قاسم محاکمه بیا وځنډېده
Mar 14, 2017 13:52 Asia/Kabul
د بحرېن د نامتو دینی عالم شېخ عیسی قاسم د محاکمې د غونډې له شروع کېدو نه څو شېبې وروسته د هغه د محاکمې دوام د مۍ اومې نېټې ته وځنډول شو.
د تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې له شېخ عیسی قاسم څخه د بحرینی فعالانو له ملاتړ او مظاهرو وروسته د آل خلیفه رژیم د هغه محاکمه چې ټاکل شوې وه نن وشی د مۍ اومې نېټې ته وځنډوله. دغه رپوټ په دې اړه زیاتو تفصیلاتو ته اشاره ونکړه
د بحرېن رژیم د 2016 کال په جون کښې د دغه هېواد د نامتو شیعه دینی عالم آیت ا... شېخ عیسی قاسم تابعیت سلب کړ چې دغه اقدام د بحرېن او نړۍ د شیعه مسلمانانو ترمېنځ سخت ردعملونه راپارول. د بحرېن خلق په دې وروستیو میاشتو کښې تل د مظاهرو او غونډو په جوړولو سره د شېخ عیسی قاسم د دغه حکم د لغو کېدو غوښتونکی شوی دی.