د شیخ عیسی قاسم استازي آل خلیفه رژیم ته خبرداری ورکړ
(last modified Sat, 06 May 2017 14:11:47 GMT )
May 06, 2017 18:41 Asia/Kabul
  • د شیخ عیسی قاسم استازي آل خلیفه رژیم ته خبرداری ورکړ

په ایران کښې د بحرین د لوړرتبه عالم شیخ عیسی قاسم استازي خبرداری ورکړ: د شیخ عیسی قاسم خلاف د آل خلیفه رژیم هرډول غیرمسئولانه او نه سنجول شوی اقدام به بدې پایلې ولري.

د منامه پوسټ خبري سایټ د خبر له مخې شیخ عبدا... الدقاق سبا ته د شیخ عیسی قاسم د محاکمې د غونډې ترسره کیدو ته په اشارې سره وویل: د شیخ عیسی قاسم لپاره د هرډول بند یا جرمانې یا یې د تبعید او جلاوطنۍ د حکم صادریدل به ډیرې بدې پایلې په ځان پسې ولري او د عمل میدان به د دې خبرداري د مصداق کتونکی وي.

هغه آل خلیفه رژیم عقلمندۍ او د مسئولانه پریکړو کولو ته وباله او ټینګار یې وکړ: د بحرین رژیم به د خپل تشدد په جوړې کړې جبې کښې نښلیدونکې وړومبنی کس وي.

ټاکل شوې وه چې د بحرین رژیم په تیره مارچ میاشت کښې د مني لانډرنګ په چټي تور د شیخ عیسی قاسم لپاره حکم صادر کړي خو د دغه هیواد د عامه افکارو په دباو سره شاتګ ته مجبور شو او د هغه محاکمه یې د روانې مۍ میاشتې اومې نیټې ته وځنډوله.

بحریني سرچینو پرون خبر ورکړ چې د سعودي عربستان تازه پوځیان او جنګي سازوسامان د ملک فهد نومي پل له لارې بحرین ته رسیدلي دي چې ویل کیږي د شیخ عیسی قاسم په هکله د احتمالي حکم له صادریدو وروسته د ولسي اعتراضونو د ځپنې لپاره دغه هیواد ته منتقل شوي دي.

 

ټیګونه