د شیخ عیسی قاسم په هکله د حکم صادریدل بیا وځنډیدل
(last modified Sun, 07 May 2017 11:49:12 GMT )
May 07, 2017 16:19 Asia/Kabul
  • د شیخ عیسی قاسم په هکله د حکم صادریدل بیا وځنډیدل

د بحرین محکمې نن پرله پسې په سویم ځل د دغه هیواد د مشهور عالم شیخ عیسی قاسم خلاف د حکم صادرول وځنډول.

د العالم ټي وي چینل د خبر له مخې د بحرین د محکمې څلورمې څانګې پخپله ننۍ غونډه کښې وویل: د شیخ عیسی د حکم اورول د روانې مۍ میاشتې ۲۱ نیټې ته وخڼدول شو. ټاکل شوې وه چې دغه حکم نن صادر شوی وی.

آل خلیفه رژیم له دې مخکښې د شیخ عیسی قاسم تابعیت لغوه کړی و.

د بحرین رژیم همداشان د روان کال د مارچ په څوارلسمه نیټه هم د مني لانډرنګ په چټي تور د شیخ عیسی قاسم حکم صادر کړ خو له خپل مشر څخه د بحرین د خلکو په ملاتړ او د دغه هیواد د عامه افکار په دباو سره شاتګ ته مجبور شو او د هغه محاکمه یې وځنډوله.

 

ټیګونه