آل خلیفه رژيم د سخت ناروغه نبیل رجب له ضمانت سره مخالفت وکړ
د بحرین د بشري حقوقو مدافع ډلو پرون ویلي دي چې آل خلیفه رژيم د دغه هیواد د بشري حقوقو د مرکز د مشر او تکړه حقوق پوه نبیل رجب د ضمانت له غوښتنې سره مخالفت کړی دی.
د ایرنا د خبر له مخې د بحرین د بشري حقوقو مرکز اعلان وکړ چې د نبیل رجب بدني او روحي حالت خراب دی او هغه باید سمدستي له جیله خوشی شي.
د خپرو شویو رپورټونو له مخې د بحرین د دغه مشهور او تکړه حقوق پوه آپریشن او سرجري شوې ده او د آل خلیفه د جیل چارواکو له هغه سره په هرډول ملاقات بندیز لګولی دی.
د بحرین د بشري حقوقو مرکز وايي چې د نبیل رجب د بدني او روحي حالت د خرابتیا سره سره د آل خلیفه امنیتي ادارې هغه انفرادي کوټنۍ ته منتقل کړی دی.
د بحرین امنیتي ادارو نبیل رجب د تیر ۲۰۱۶ کال د جون په دیارلسمه نیټه په بني جمره سیمه کښې له خپل کور څخه نیولی او زنداني کړی دی.