د شیخ عیسی قاسم په سبانۍ محاکمې باندې په اعتراض کښې د بحرینیانو پرلتۍ دوام لري
د بحرین خلکو په جوماتونو کښې د پراخ شتون لپاره د دغه هیواد د علماو په بلنه د شیعه میشتې الدُراز سیمې په شمول د بحرین په مختلفو سیمو کښې په پرلتۍ وهلو سره د بحرین د خلکو په ملي تاریخ کښې ترټولو اوږمهاله پرلتۍ ووهلۍ.
د ایرنا د خبر له مخې د بحرین خلکو د خپل دیني مشر شیخ عیسی قاسم د محاکمې د ترسره کیدو په درشل کښې چې سبا ترسره کیدونکې ده، د دغه هیواد د عالمانو په غوښتنه نن د هیواد د مختلفو سیمو په جوماتونو کښې په راغونډیدو سره د خپل دین په دفاع او د شیخ عیسی قاسم په ملاتړ کښې یوه بله حماسه وزیږوله.
د بحرین علماو او پوهانو چې د شیخ عیسی قاسم محاکمه د مذهب او دین محاکمه ګڼي، نن په خپرو کړو خبرپاڼو کښې په جوماتونو کښې پراخ شتون ته د خلکو په بلنې سره د دین د سنګر د ساتنې غوښتنه وکړه.
د بحرین خلک د دغه هیواد د شیعه مسلمانانو د مشر شیخ عیسی قاسم خلاف د آل خلیفه رژيم لخوا د هرې تیروتنې او ظالمانه حکم د صادریدو په بڼه کښې د خپلو علماو لخوا د جهاد د شرعي حکم د صادریدو په تمه دي.
د بحریني پوځیانو لخوا د الدراز سیمې د کلابندي چې د دغه هیواد د مشهور عالم کور پکښې دی، او هلته د جمعې د لمونځ د کیدو او ورته د خلکو د ورتګ د مخنیوي دا څلورڅلویښتمه اونۍ پیل شوې ده.