د بحرین د بشري حقوقو مرکز له آل خلیفه د اروپايي اتحادیې په ملاتړ نیوکه وکړه
د بحرین د بشري حقوقو مرکز په الدراز سیمه کښې د آل خلیفه د جنایتونو په هکله د اروپايي اتحادیې په دریځونو باندې په سختې نیوکې سره اعلان وکړ: د بحرین واکمن د دې جنایتونو مسئول دی.
د ایرنا د خبر له مخې د بحرین د بشري حقوقو مرکز په ټولنیز ویب سایټ کښې په خپله رسمي پاڼه کښې د آل خلیفه رژيم د جنایت په سختې غندنې سره ولیکل: د الدراز سیمې د جنایتونو په لړ کښې د آل خلیفه رژيم په غندنه کښې د اروپايي اتحاديې ناتواني د دې نهیلۍ سبب ده.
د بشري حقوقو دغه مرکز په دوام کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د الدراز سیمې کلابندي په هیڅ توګه د منلو نه ده، زیاته کړه: آل خلیفه رژیم باید د دې سیمې محاصره ختمه کړي.
د اروپا اتحادیې په یوه بیانیه کښې د آل خلیفه رژيم لخوا د بحرین د خلکو ځپنې ته له اشارې پرته وویل: د بحرین حکومت د خپلو مسئولیتونو په چوکاټ کښې د امنیتي عملیاتو حق لري.