د قطر خلاف د عربستان وغیره تورونه باطل دي
(last modified Sat, 08 Jul 2017 03:09:31 GMT )
Jul 08, 2017 07:39 Asia/Kabul
  • د قطر خلاف د عربستان وغیره تورونه باطل دي

یو قطري چارواکي د دوحې خلاف د عربستان د هغه د انډیوالانو (مصر، اماراتو او بحرین) تورونه باطل او د نړیوالو قوانینو خلاف وبلل.

د قطر په خارجه وزارت کښې یو مسئول چارواکي بیګا د خپل هیواد څلورو محاصره کونکو هیوادونو له بیانیې د خواشینۍ په ښودلو سره د دوحې خلاف د عربستان د هغه د انډیوالانو (مصر، اماراتو او بحرین) تورونه باطل او د نړیوالو قوانینو خلاف وبلل.

عربستان، مصر، اماراتو او بحرین پرون په یوه ګډه خبرپاڼه کښې ادعا کړې چې د دغو څلورو هیوادونو له غوښتنې سره د دوحې مخالفت د سیمې د امنیت د خرابولو لپاره د قطر د نیت ښودنه کوي.

همدغو څلورو هیوادونو د روان ۲۰۱۷ کال د جون په پنځمه نیټه په جلاجلا خبرپاڼو کښې له قطر سره د خپلو سفارتي تعلقاتو د ختمولو اعلان وکړ. عربستان، مصر، امارات او بحرین، قطر د ریاض په مشرۍ عربي بهیر سره په ملګرتیا نه کولو تورن کړی دی.

 

ټیګونه