سعودي رژيم یمنیانو ته د ملګرو ملتو د انساندوستانه مرستو د رسیدو مخه نیسي
(last modified Wed, 02 Aug 2017 03:14:06 GMT )
Aug 02, 2017 07:44 Asia/Kabul
  • سعودي رژيم یمنیانو ته د ملګرو ملتو د انساندوستانه مرستو د رسیدو مخه نیسي

سعودي عربستان هغو الوتکو ته د سونګو د ورکړې مخنیوي کوي چې ټاکل شوې د ملګرو ملتو بشردوستانه مرستې د یمن جنګ ځپلي ولس ته ورسوي.

په یمن کښې د ملګرو ملتو د پراختیايي پروګرام استازي وویل: سعودي رژيم د یمن جنګ ځپلو خلکو ته د ملګرو ملتو د انساندوستانه مرستو د رسیدو مخه نیسي.

آک لوټسما پرون وویل چې سعودي عربستان هغو الوتکو ته د سونګو د ورکړې مخنیوي کوي چې ټاکل شوې د ملګرو ملتو بشردوستانه مرستې د یمن جنګ ځپلي ولس ته ورسوي.

د ملګرو ملتو سازمان د یمن خلکو ته د مرستې رسونې لپاره دوه الوتکې کاروي چې د اردن له عمان ښار او جیبوټي څخه د یمن په لور الوت کوي خو د یمن په پلازمینه صنعاء کښې یې د ستنیدو لپاره د اړتیاوړ سونګ نه وي.

هغه څرګنده کړه چې د الوتکو سونګ باید د عدن له بندره صنعا ته منتقل شي خو عدن د یمن د استعفا کړي ولسمشر عبدربه منصور هادي د ځواکونو په نیواک کښې دی چې د سعودي عربستان لخوا یې ملاتړ کیږي.

 

ټیګونه