دعراق موصل ښار ته امنیت بیرته ستون شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i53556-دعراق_موصل_ښار_ته_امنیت_بیرته_ستون_شوی_دی
دداعش تکفیری ترهه ګرې ډلې دجنایتکارو له سپیرو منګولو د عراق دموصل ښار په بښپړ پاکونې پسې اوس په دغه جنګ ځپلی ښار کې دامنیت دټینګولو دمسئولیّت لپاره کابو پنځلس زره پولیس دیره کړائ شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 06, 2017 13:04 Asia/Kabul
  •  دعراق موصل ښار ته  امنیت بیرته ستون شوی دی

دداعش تکفیری ترهه ګرې ډلې دجنایتکارو له سپیرو منګولو د عراق دموصل ښار په بښپړ پاکونې پسې اوس په دغه جنګ ځپلی ښار کې دامنیت دټینګولو دمسئولیّت لپاره کابو پنځلس زره پولیس دیره کړائ شوی دی .

دموصل دپولیسو دقوماندې ویندوی ډګر وال مازن عبدا....  نن له ایرنا خبری آژانس سره به خبرو کې    په دغه ښار کې دامنیت دټینګولو لپاره  دعرقا دحکومت هڅو ته په اشارې سره  ووئیل ،  دموصل ښار امنیتی موضعیّت  تر پام وړ حده ښه شوی دی .  ښاریز   اوس شپه ورځ  تګ راتګ کولی شی او خلک هم دموصل د کوڅو واټونو او سترو لارو څخه د جنګ  له امله دکنډوالو په  صفائۍ  بوخت دی .

  دعراق دغه  پوځی مقام  روښآنه کړې ،  امینتی ځواک  شپه  ورځ  د داعش په مجرمانو او جنایتکارو پسې دی  او  تورن کسان نیسی څو  امنیتی ضد  اقدامات ونه کړائ شی  او هرهغه څوک چې  دسندونو په اساس  له داعش سره  ئې ارتباط درلودلی وی ،  نیسی او عدالتی محکمو ته ئې سپاری .

  په عین حال کې دعراق پولیسو  دموصل په زاړې سیمې   کې   د ګراډ نومې توغندوی  دپراختیا او دکیمیائی وسلو دتولید اوجوړولو  یو ورکشاپ  هم کشف کړی دی  چې داسې ښکاری   د داعش تکفیری ډلې د جنایتکارو وی .