دعراق دکردستان دجلاکیدا ټول پوښتنه یوه استکباره دسیسه ده
دعراق دکردستان سیمې د ټول پوښتنې موضوع د دغې سیمې د خلکو له برخلیک سره هیڅ ربط نه لری ،بلکې دتوکم په اساس دسیمې دویشل کیدا لامل کیږی چې د درستې سیمې لپاره یوه خطرناکه دسیسه ده .
د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشی سید حسن نصر ا.... هم دحسینی عاشورا په مناسبت پخپلې ویناکې د دې خبرې په کولو سره چې د داعش د پروژې له ماتې وروسته امریکا اوصهونیسټ رژیم بیا دسیمې ویشلو د پروژې په باب نقشه جوړه کړې و وئیلی، دعراق دکردستان سیمې د ټول پوښتنې موضوع د دغې سیمې د خلکو له برخلیک سره هیڅ ربط نه لری ،بلکې دتوکم په اساس دسیمې دویشل کیدا لامل کیږی چې د درستې سیمې لپاره یوه خطرناکه دسیسه ده .
داپه داسې حال کې دی چې دعراق د کردستان سیمې د جلاکیدا ټو ل پوښتنه دملګروملتو پشمول زیاتره نړیوالو موسسو او هیوادونو غیر قانونی بللې او وئیلی ئې دی چې دسیمې په اوسنیو حساسو شرائطو کې د دغه ډول ټول پوښتنې ترسره کیدا یوازې دسیمې دامنیت اوثبات لا ترینګلی کول او لانجمنول دی .