د سوريې په حلب د صهيونېسټ رژيم جنګي الوتکو حمله
د سوريې رسنيونن سحر د دغه هېواد په حلب ښار د صهيونېسټ رژيم د جنګي الوتکو د حملې خبر ورکړ.
د سويې سرکاري خبري اژانس سانا اعلان وکړ، د دغه هېواد د فوځ هوائي دفاعي ځواکد صهيونېسټ رژيم د جنګي الوتکو له دغې توغنده اي حملې سره مقابل وکړه.
د سانا د اعلان له مخې د سوريې د فوځ هوائي دفاعي ځواک د صهيونېسټ رژيم د جنګي الوتکو د ويشتل شويو اکثرو توغنديو مخه ونيوه او هغه يې تباه کړي دي.
ځاي سرچينو هم اعلان وکړ دغه حمله له ماتې سره مخامخ شوې ده.
د سوري سرچينو د اعلان له مخې د حلب شمال ختيځ کښې د الشيخ النجار په صنعتي سيمه کښې ځينې مراکز دغې توغنده اي حملې په نښه کړي وو.
د سوريې يوې فوځي سرچينې وويل، دغې توغنده اي حملې يوازې مادي تاوانونه رامنځته کړي دي.
اسرائيل تل له ترهه ګرو څخه د ملاتړ او ملګرتيا لپاره د سوريې د فوځ په سنګرونو او بنيادي مراکزو حملې کوي.