دسوریې عسکرو ۱۴ ترهګر ووژل
-
دسوریې عسکرو بیګا هم د ادلب ولایت په جنوب کښې د جبهه النصره ترهګرې ډلې په مرکزونو برید وکړ .
سانا خبری اژانس وایی د حماه ولایت په شمال او شمال غرب کښې دسوریې دپوځ په عملیاتو کښې څوارلس (۱۴) ټروریسټان هلاک شول .
د سوریې د پوځ توپونو د ترهګرو پرله پسې تیریو او د تاوتریخوالی د کمولو د سیمې د موافقې بیا بیا خلاف ورزیو ته په ځواب کښې د حماه ولایت دشمال په خوا کښې په اللطامنه ښارګی کښې د جبهه النصره ترهګرې ډلې مرکزونه تباه کړل چې له کبله یې څوارلس(۱۴) ټروریسټان هلاک او یو شمیر نور ژوبل هم شول .
ترهګرو ډلو دجنګ په ډګر کښې دوې ته د رسیدلیو مرګ ژوبلو او دتاوانونو د جبرانولو لپاره د حماه ولایت دشمال په خوا کښې د جنګ په سیمو کښې په ځینو مرکزونو حملې وکړې خو د پوځ د مقاومت په نتیجه کښې د ترهګرو یوشمیر ګاډی او د هغو د« العزه» په نوم د عملیاتو کوټه له مینځه ولاړه .
دسوریې عسکرو بیګا هم د ادلب ولایت په جنوب کښې د جبهه النصره ترهګرې ډلې په مرکزونو برید وکړ او دهغوې له نیواک څخه یې درې (۳) کلی ازاد کړل .