د سوریې په حلب باندې د ترهګرو په برید کښې ۱۲ ملکي وګړي مړه شوي دي
(last modified Mon, 17 Jun 2019 03:10:29 GMT )
Jun 17, 2019 07:40 Asia/Kabul
  • د سوریې په حلب باندې د ترهګرو په برید کښې ۱۲ ملکي وګړي مړه شوي دي

د سوریې په حلب باندې د ترهګرو د هاوان د حملې له امله ۱۲ تنه سوري ښاریز ووژل شول.

د سوریې د حلب ولایت په لویدیځ او د ادلب په شمال کښې دیره ترهګرو د حلب په سویل کښې په الوضیحي نومې کلي باندې د هاوان حمله وکړه چې له امله یې دولس تنه ملکیان مړه شوي او څوارلس نور ژوبل شوي دي.

د ترهګرو له نیواکه د سوریې د زیاتره سیمو په آزادولو کښې د دغه هیواد د پوځ له بریا سره سره، لاهم ځینې ترهګرې ډلې د سوریې په ځینو برخو په تیره بیا د شمال لویدیځ په ادلب ولایت کښې موجودې دي او د ملکي وګړو استوګنې سیمې په نښه کوي.

 

ټیګونه