په سیمه کښې د لویدیځو ځواکونو شتون د شخړو د زیاتیدو لامل دی
(last modified Tue, 13 Aug 2019 02:54:51 GMT )
Aug 13, 2019 07:24 Asia/Kabul
  • په سیمه کښې د لویدیځو ځواکونو شتون د شخړو د زیاتیدو لامل دی

د عراق د بهرنیو چارو وزیر په فارس خلیج کښې د امریکې د خپلې اندې پوځي ائتلاف د جوړولو په غبرګون کښې ټینګار وکړ: په سیمه کښې د لویدیځو ځواکونو شتون د شخړو د زیاتیدو سبب شوی دی.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر په فارس خلیج کښې د امریکې د خپلې اندې پوځي ائتلاف د جوړولو په غبرګون کښې ټینګار وکړ: په سیمه کښې د لویدیځو ځواکونو شتون د شخړو د زیاتیدو سبب شوی دی.

امریکایانو په دې وروستیو میاشتو کښې په ایران باندې د دباؤ زیاتولو په موخه په فارس خلیج سیمه کښې خپل پوځي شتون زیات کړی دی او د انګلستان په شمول د خپلو انډیوالانو په مرستې سره راپارونکي اقدامات ترسره کوي او په هم دې لړ کښې یې اعلان کړی چې په فارس خلیج کښې یو پوځي ائتلاف جوړول غواړي.

د عراق خارجه وزیر محمد علي الحکیم په یو ټویټ کښې په دغه پوځي ائتلاف کښې د صهیونیسټي رژيم د شتون احتمال ته په اشارې سره لیکلې دي چې بغداد په دغه سمندري ائتلاف کښې د صهیونیسټي رژیم د شتون سخت مخالف دی.

 

ټیګونه