دیمن عسکرو د شمال لویدیځ په لور پرمختګ ګړی
-
د سعودي عربستان جنګي الوتکو دغه راز درې (۳) ځله د عمران(Omran) ولایت په «العمشیه »سیمې بمبارې وکړې .
زمونږ خبریال وایی دیمن انصار الله غورځنګ په شمال لویدیځ کښې په حجه(Hajjah) ولایت کښې د استعغا شوی حکومت د ځواکونو په پینځو(۵) مرکزونو د کنټرول او د سوډان دیوشمیر ګوډاګیانو د وژل کیدا خبر ورکړ .
دیمن انصار الله غورځنګ زیاته کړه د مقاومت ځواکونه د حرض ښار د جبل النار په لویدیځ کښې په یرغلیزو عملیاتو کښې بریالی شول د تیریګرو په پینځو(۵) مرکزونو په کنټرول سربیره دهغوې دوه (۲) پوځی ګاډی هم تباه کړی او سعودی ائتلاف ته اړونده د سوډان یوشمیر عسکر هم ونیسی .
په عین حال کښې د یمن دحجه ولایت په شمال لویدیځ کښې د حیران ولسوالۍ په لویدیځ کښې د انصار الله غورځنګ د ځواکونو په غلچکۍ حملې او بم چاودنې کښې د سوډان یوشمیر پوځیان مړه او یا ژوبل شول .
دیمن د انصار الله غورځنګ توپونو هم د حرض ښار د جبل النار په لویدیځ او د مثلث عاهم په ختیځ کښې د استعفا شوی حکومت دعسکرو په مرکزونو ډزې وکړې .
د سعودی عربستان جنګی الوتکو دغه راز درې (۳) ځله د عمران(Omran) ولایت په «العمشیه »سیمې بمبارې وکړې .