د متحده عربی اماراتو ملیشا ځواکونو بل ښار ونیوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84302-د_متحده_عربی_اماراتو_ملیشا_ځواکونو_بل_ښار_ونیوه
فارس خبری اژانس وایی متحده عربی اماراتو ته اړونده ملیشا ځواکونه بریالی شول دیمن په جنوب کښې په ابین ولایت کښې دنښتو په دوام کښې یو (۱)بل ښار ونیسی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2019 11:10 Asia/Kabul
  • په یمن باندې  د سعودي عربستان دائتلاف د حملو له پیل راهسې تراوسه څه دپاسه یولک څلویښت زره (۱۴۰۰۰۰)کسان مړه او ژوبل شوي .
    په یمن باندې د سعودي عربستان دائتلاف د حملو له پیل راهسې تراوسه څه دپاسه یولک څلویښت زره (۱۴۰۰۰۰)کسان مړه او ژوبل شوي .

فارس خبری اژانس وایی متحده عربی اماراتو ته اړونده ملیشا ځواکونه بریالی شول دیمن په جنوب کښې په ابین ولایت کښې دنښتو په دوام کښې یو (۱)بل ښار ونیسی .

متحده عربی اماراتو ته اړونده د امنیتی کمر بند ځواکونو «عین الیمن »د یمن دوهم (۲) لوی ښار «جعار» په خپل کنټرول کښې وروست .

د فرانسې خبری اژانس هم نن سهار په عدن ښار  باندې متحده عربی اماراتو ته د اړونده ځواکونو دبیا کنټرول خبر ورکړ .

بل خبر داچې د یمن د روغتیا وزارت وویل په دغه هیواد د سعودی عربستان دائتلاف د حملو له پیل راهسې تراوسه څه دپاسه یولک څلویښت زره (۱۴۰۰۰۰)کسان مړه او ژوبل شوی دی چې اکثره پکښې ښځې او ماشومان دی .

د یمن د روغتیا وزیر المتوکل په دې خبرې سره چې د سعودی عربستان تیریګرو په یمن باندې د خپلو کلونو کلونو په حملو او تیریو کښې د درملنې اوه سوه (۷۰۰) مرکزونه تباه کړی دی وویل دیمن دروغتیا برخه د تیریګرو هیوادونو له پلان شویو ورانونکو حملو سره سره هماغه راز په استقامت سره خپل فعالیت ته دوام ورکوی .