د یمن عسکرو د عربستان درې پوځیان هلاک کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86432-د_یمن_عسکرو_د_عربستان_درې_پوځیان_هلاک_کړی
زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان خبری سرچینو بیګا په جنوبی سرحدونو کښې د خپلو دریو (۳) پوځیانو د وژل کیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2019 11:25 Asia/Kabul
  • د یمن عسکرو د عربستان درې پوځیان هلاک کړی

زمونږ خبریال وایی د سعودی عربستان خبری سرچینو بیګا په جنوبی سرحدونو کښې د خپلو دریو (۳) پوځیانو د وژل کیدا خبر ورکړ .

د سعودی عربستان رسمی خبری اژانس واس راپور ورکړ دغه درې(۳) حکومتی عسکر په جنوب کښې په جیزان او نجران سرحدي  سیمو کښې وژل شوی دی .

بل خبر دا چې د افریقا درې (۳) مهاجر د یمن په شمال کښې د صعده ولایت په منبه سرحدی ولسوالۍ کښې په «الرقو» ځایی بازار باندې د سعودی عربستان د سرحدی عسکرو په برید کښې ووژل شول .

له دې مخکې هم د صعده ولایت په سرحدی سیمو د سعودی عربستان د پوځ د توپونو په برید کښې د افریقا لس (۱۰) مهاجر وژل شوی او پینځه دیرش (۳۵)نور ژوبل شوی وو .

سعودی عربستان له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې د امریکا په مرستې سره د څو عربو هیوادونو د ائتلاف په چوکاټ کښې د یمن دخلکو پرضد حملو او جنایتونو ته دوام ورکړی او تراوسه یې له شپاړس زرو (۱۶۰۰۰) څخه زیات کسان وژلی دی .

د ملګروملتونو د راپور پراساس په یمن کښې قحطۍ په نړۍ کښې په ترټولو سترې انسانی غمیزې بدله شوی ده .