د بغداد په هوائي ډګر دوه راکټونه ولګېدل
د بغداد په هوائي ډګر دوه راکټونه ولګېدل
Dec 13, 2019 07:43 Asia/Kabul
خبرې سرچینو د عراق د پائتخت بغداد ښار له نړیوال هوایي ډګر سره نږدې د دوو راکټونو د لګیدو خبر ورکړ.
د عراق الاخباریه خبرې اژانس راپور ورکړے دے چې پرون سهار د بغداد د هوایي ډګر امنیتي کمربند ته نږدې دوه راکټونه لګیدلي دي چې له امله يې پينځه تنه ژوبل شوي دي. خو د نورو تفصيلاتو په اړه څه رپوټ نه دے خپور شوے.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په سهار هم د بغداد د نړیوال هوایي ډګر په اطرافو کې د امریکایي ځواکونو هډې ته نږدې دوه راکټونه لګیدلي وو چې څو تنه پکښې ژوبل شوي وو.