عربستان په یمن باندې برید کښې ماتی خوړلی ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86711-عربستان_په_یمن_باندې_برید_کښې_ماتی_خوړلی_ده
زمونږ خبریال وایی د یمن د اطلاعاتو د وزیر مرستیال فهمی الیوسفی وویل په دغه هیواد د سعودی عربستان رژیم د تیریو د یوزر او اوه سوه (۱۷۰۰) ورځو په تیریدا سره سره تیریګر تراوسه نه دی توانیدلی خپل ځانونه منظم کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2019 02:36 Asia/Kabul
  • عربستان په یمن باندې برید کښې ماتی خوړلی ده

زمونږ خبریال وایی د یمن د اطلاعاتو د وزیر مرستیال فهمی الیوسفی وویل په دغه هیواد د سعودی عربستان رژیم د تیریو د یوزر او اوه سوه (۱۷۰۰) ورځو په تیریدا سره سره تیریګر تراوسه نه دی توانیدلی خپل ځانونه منظم کړی .

هغه د سعودی عربستان د ائتلاف په مقابل کښې د یمن د خلکو استقامت په یمن باندې تیریګرو هیوادونو د ناکامۍ او د ماتی نښه وبلله .

الیوسفی وویل د سعودی عربستان لخوا دیمن د ظالمانه کلابندۍ په نتیجه کښې  ددغه هیواد خلک له لوږې سره لاس اوګریوان دی او ټولې اقتصادی او روزنیزې ادارې او حتی د یمن تاریخی حافظه  هم له مینځه تللی ده .

سعودی عربستان له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې د یمن پرضد حملو او له ځمکې ، سمندر او هوا څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .

سعودی عربستان تراوسه د یمن څه دپاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) ښاریز وژلی او په لسګونو زره نور ژوبل کړی او په میلیونونو  نور یې کډوال کړی هم دی .