مقتدی صدر: عراق به د امریکائي ځواکونو لپاره په يو بل ويتنام بدل کړوو
(last modified Tue, 07 Jan 2020 13:25:50 GMT )
Jan 07, 2020 17:55 Asia/Kabul
  • مقتدی صدر: عراق به د امریکائي ځواکونو لپاره په يو بل ويتنام بدل کړوو

په عراق کښې د صدر ډلې مشر د امریکې ولسمشر ته په خطاب کښې وویل: «عراق به د امریکایي ځواکونو لپاره په یو بل ویتنام بدل کړو.

ډونالډ ټرمپ د امریکایي ځواکونو د ویستلو په اړه د عراق د پارلیمان د مصوبې په غبرګون کې، عراق د واشنګټن  له خوا په سختو  بندیزونو ګواښلی و.

 زمونږ دخبریال د راپور له مخې مقتدا صدر، نن په خپله ټویټر پاڼه کې د امریکا ولسمشر ته په خطاب کې زیاته کړه: آیا ویتنام  دې هېر کړی دی یا بلې جبې ته دې زړه کېږي چې پکې له داسې  پوځ سره مخامخ شې چې  پیل یې په بصرې، د عراق په  جنوب او پای یې په دهوک کې وي؟

د صدر بهېر مشر وویل: ای د جوارخانو زویه،  ته یو ولس په لوږې ګواښې او ګمان کوې چې  د عربستان او د فارس خلیج په څنډه کې یې د انډیوالانومال یا دې جنګي وسله کوټونه په کار راځي؟ پوه شه چې ستا کور د غڼې تر کوره زیات کمزوری او وسله دې د ماشي تر لشې زیاته پڅه ده.

 مقتدا صدر دې ته په اشارې سره چې نن د امریکا واقعي اراده چې پرون یې د عراق د ازادولو ادعا لرله او اوس د دغه ولس تسلیمولو غواړي، ښکاره شوې ده، ټرمپ ته په یو نصیحت کې وویل: بهتره ده:  له ځانه د مخکې کس په شان نه شې ځکه چې پښېمانه به شې.

ده زیاته کړه: که تاسو سوله غواړئ مونږ د سولې د مکتب زده کړې یوو او که جنګ غواړئ دا ولس هم د جنګ مېړه دی او له جنګونو سرلوړی راوتلی دی.

 

ټیګونه