یمنیانو د سردار سلیماني د وژلې د غندنې په موخه مظاهرې وکړې
د یمن د الحدیده ولایت خلکو په دغو مظاهرو کښې د سردار سلیماني د ټرور د غندنې په ترڅ کښې د امریکې جنایت ته د ایران د توغندوي ځواب ملاتړ وکړ.
د یمن د لویدیځ ولایت الحدیده خلکو پرون د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني په شهیدولو کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت په ترهګر اقدام باندې په اعتراض کښې، د دغه ولایت په مرکز کښې مظاهرې وکړې.
د پارس ټوډی د خبر له مخې، د یمن د الحدیده ولایت خلکو په دغو مظاهرو کښې د سردار سلیماني د ټرور د غندنې په ترڅ کښې د امریکې جنایت ته د ایران د توغندوي ځواب ملاتړ وکړ.
د ویلو ده چې ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان ډګر جنرال سردار قاسم سلیماني او د عراق د حشد الشعبي ولسي مبارز ځواک مرستیال ابو مهدي المهندس او د هغوي اته تنه ملګري د روانې جنورۍ میاشتې په دریمه نیټه عراق د پلازمینې بغداد په هوايي ډګر کښې د ترهګرو او تیري ګرو امریکايي ځواکونو په هوايي حمله کښې شهیدان شول.
سردار سلیماني د عراق د حکومت په رسمي بلنه دغه هیواد ته سفر کړی و او د نړۍ زیاتره هیوادونو، سازمانونو او ډلو د امریکې دغه ترهګر اقدام په کلکه غندلی دی.