د سعودي ائتلاف جنګي الوتکو د يمن صنعاء صوبه بيا بمباري کړه
د سعودي ائتلاف جنګي الوتکو د يمن صنعاء صوبه بيا بمباري کړه
د سعودي تيريګر ائتلاف جنګي الوتکو بېګا د يمن د صنعاء صوبط په «نهم» سيمې شپږ ځل بمباري وکړه.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې خبري سرچينو په صنعاء صوبه کښې د سختو چاودنو د غږونو اورېدو خبر ورکړ.
تر اوسه د دغې حملې د سر او مال تاوانونو رپوټ نه دے رارسېدلے.
سعودي تيريګر ائتلاف همدارنګ يو ځل بيا د ډزبندۍ د موافقې په خلاف ورزۍ سره د يمن په الحديده صوبه کښې په التحيتا او حېس سيمو باندې ګوله باري وکړه.
ديمن المسيره چېنل وويل: سعودي تيري ګرو او د هغوي نوکرانو په التحيتا او حېس سيمو باندې په لسګونو د توپونو او هاونونو ډزې وکړې.
د دغو حملو د سر او مال تاوانونو په اړه هم څه رپوټ تر اوسه نه دے خپور شوے.
سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.
سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي