په متحده عربي اماراتو د ترکیې بیا تور لګول :-
(last modified Mon, 17 Feb 2020 09:52:09 GMT )
Feb 17, 2020 14:22 Asia/Kabul
  • په متحده عربي اماراتو د ترکیې بیا تور لګول :-

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر «سلیمان سویلو» د متحده عربي اماراتو حکومت د انقرې په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې او د فتنې د رامینځته کولو لپاره په هڅې تورن کړ .

سلیمان سویلو وویل ترکیې هغه کسان نیولي دي چې متحده عربي اماراتو انقرې ته د تاوان د رسولو لپاره هڅول .

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو دغه راز وویل ځینې نیول شوي کسان د  هیواد په  ځینو سیمو کښې د فتنې په رامینځته کولو او د اوازو په خپرولو بوخت وو او په دې زمینه کښې د متحده عربي اماراتو ورانونکی رول ثابت شوی دی .

د متحده عربي اماراتو په حکومت باندې د ترکیې د کورنیو چارو د وزیر تور لګول په داسې حال کښې دي چې له دې مخکې هم دواړو هیوادونو جدي اختلافات لرلي دي .

د ترکیې حکومت څو ځله متحده عربي امارات د خپل هیواد په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې تورن کړی دی  .

په مقابل کښې متحده عربي اماراتو هم د ترکیې په حکومت ورته تورونه لګولي دي .

دا په دې معنا دي چې متحده عربي امارات د ترکیې پرضد د حملې او د یرغل په دریځ کښې دی .

د ویلو ده چې د متحده عربي اماراتو چارواکو په ټولنیزو اینټرنیټ سایټونو کښې د ترکیې پخواني مشران د عربستان په مدینې کښې د عربانو د خزانو په پټولو او استانبول ته د هغو په انتقالولو تورن کړي دي .

خو دغه تورونه د ترکیې او د متحده عربي اماراتو له ټولنیزو اینټرنیټ سایټونو او رسنیو ورهاخوا نه دي تللي .

د دوه زره شپاړسم (۲۰۱۶) میلادي کال د جولاۍ د میاشتې د پینځلسمې (۱۵) نیټې د ناکامه کودتا په بهیر کښې د ترکیې چارواکو د یوشمیر سندونو په وړاندې کولو سره د متحده عربي اماراتو حکومت د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د حکومت د نسکورولو لپاره د فتح الله ګولن ډلې او د کودتاچیانو په مالي تامینولو تورن کړ .

د ترکیې حکومت په دې زمینه کښې یوشمیر سندونه هم خپاره کړي دي .

په عین حال کښې ترکیې کودتا چیانو ته د پیسو په انتقالولو کښې لاس لرونکي کسان معلوم کړي ، معرفي کړي  او نیولي دي .

ځینو عربو کارپيژاندو هم د ترکیې مرستې ته وردانګلي دي او په دې هکله یې ځینې شیان ایشوا کړي دي .

د بیلګې په توګه د قطر د پوهنتون استاد او د مینځني ختیځ د مسائیلو کارپيژاند «محمد مختار شانکیني»په دې ارتباط ویلي دي د فتح الله ګولن ډلې لوړرتبه استازیو د دوه زره شپاړسم (۲۰۱۶) میلادي کال د جولاۍ د میاشتې له پینځلسمې (۱۵) نیټې څخه مخکې دوه ویشت (۲۲) ځله متحده عربي اماراتو ته سفرونه کړي دي او د کودتا په پلان یې غور کړی او کودتا یې پلان کړي وه .

د قطر د پوهنتون دغه استاد وویل د ۲۰۱۵ میلادي کال له اکتوبر میاشتې راهسې د ۲۰۱۶ میلادي کال تر جولاۍ میاشتې پورې د ترکیې د کودتا د عاملانو لپاره ورکړل شوي مرستې درې (۳) میلیارډه ډالره وې .

په دې سربیره د لویدیځ مشهور خبریال ډیویډ هارټز په ۲۰۱۶ میلادي کال کښې د انګلستان په ګارډین ورځپاڼې کښې د یوه (۱) راپور په خپرولو سره ادعا وکړه د متحده عربي اماراتو حکومت  د ترکیې د کودتاچیانو مالي ملاتړ کړی دی .

د بریتانیا د ګارډین ورځپاڼې پخواني  مسول چلونکي او د سیاسي مسائیلو کارپيژاند ډیویډ هارټز دغه مطلب د خبرولو په ترڅ کښې ویلي متحده عربي اماراتو د کودتا د پلان له اجرا مخکې له کودتاچیانو سره ملګرتیا لرلي ده او د فلسطین د فتح غورځنګ د یوه (۱) قدرتمن غړي محمد دحلان په وسیله له فتح الله ګولن سره په تماس کښې وو .

د ۲۰۱۶ میلادي کال د  جولاۍ د میاشتې د کودتا له ماتي خوړلو وروسته محمد دحلان د متحده عربي اماراتو د سلاکار په توګه یادیده .

په هر حال د رسنیو له ادعاګانو او د هغو سندونو له خپریدا سره سره چې د ترکیې حکومت د متحده عربي اماراتو او د سعودي عربستان د رژيم پرضد خپاره کړي دي باید ووایو د ترکیې حکومت د قطر له حکومت سره یوځاې په کابو تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې تل د افریقا په شمال او لویدیځې اسیا کښې د اخوان المسلمین ډلې ملاتړ کړی دی .

دا په داسې حال کښې دي چې متحده عربي اماراتو او د هغه متحد هیواد سعودي عربستان له اخوان  المسلمین ډلې سره د مخالفت په ترڅ کښې د دغه ډلې د کمزوري کولو لپاره خپلې ټولې هڅې کارولي دي .

په حقیقت کښې باید ووایو د متحده  عربي اماراتو او د سعودي عربستان په شمول له ځینو عربو هیوادونو سره د ترکیې اکثره اختلافات په اخوان المسلمین ډلې کښې جرړه لري .

اخوان المسلمین د مصر او د لیبیا په شان د مینځني ختیځ په ځینو هیوادونو کښې فعالیت کوي او د واک په لاس کښې د اخیستلو لپاره د ترکیې او د قطر له ملاتړونو ګټه پورته کوي .

 

ټیګونه